Language

افغانستان پر ایرلینډ د ټسټ کرکټ په لومړۍ ورځ برلاسی دی

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۷) : د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه پیل شوه، په لومړۍ ورځ افغانستان پر ایرلینډ بر لاسی و.

ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پریکړه وکړه، په دې ټسټ لوبه کې افغانستان دریو نویو لوبغاړو وقار سلام خیل، احسان الله او اکرام علی خیل ته د ټسټ لوبې خولۍ ورکړه.

دایرلینډ لوبډلې خرابه لوبه پیل کړه او په ۹۰ منډو یې ۸ لوبغاړي سوځیدلي وو، خو وروستیو دوو لوبغاړو یې د خپلې لوبډلې منډې تر ۱۷۰ پورې ورسولې.

د افغانستان له لوري محمد نبي او یمین احمدزي درې، درې، وقار سلام خیل او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایله پورې ۹۰ منډې کړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځیدلي وو، شهزاد ۴۰ او احسان الله په ۷ منډو وسوځیدل، رحمت شاه په ۲۲ او حشمت الله شهیدي ناسوځیدلي پاتې دي.

 

login or register a new account.