منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون له جوړېدو یو کال وروسته هم نه دی پرانیستل شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۱ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٦ کب ۹۷): په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون له جوړېدو یو کال تېرېږي خو  لا هم پرانیستل شوی نه دی.

دغه روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې پر ۱۷۳ جریبه ځمکه د عامې روغتیا وزارت د ۵۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

ټاکل شوې وه دغه روغتون یو کال مخکې فعالیت پيل کړی وای خو د ځینو ستونزو له امله یې د پرانیستنې او فعالولو چارې ځنډېدلې دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر موسی جان سلطاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی تمه هم دا وه چې دغه روغتون یو کال مخکې خدمات پیل کړي وای، خو د ځینو ستونزو له امله ځنډېدلي دي.

هغه زیاته کړه، د دغه روغتون د فعالولو، پر سامالان الاتو د سمبالولو چارې د وزارت په لاس کې دي او دوی تر ډېره خپله مسوولیتونه ترسره کړي دي.

دی وايي، د دغه روغتون د تجهیزاتو او سامان الاتو لپاره مرکزي ادارې ۱۶ میلیونه افغانۍ منظورې کړې وې چې د تدارکاتي ستونزو له امله ناوخته ورسېدلې خو بیا هم یوه اندازه د اړتیا وړ طبي وسایل، چپرکټونه او سامان الات ورته اخیستل شوي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دغه روغتون د خدماتو د پیلولو لپاره ولسمشر ۷۶۵ میلیونه افغانۍ بودیجه هم ځانګړې کړې چې ولسي جرګه یې باید تصویب کړي، خو له بده مرغه چې په ولسي جرګه کې د کندهار استازو په دې برخه کې هیڅ همکاري نه ده کړې او دغه موضوع همداسې پاتې ده.

سلطاني وايي، دغه نوی جوړ شوی روغتون ځان ته ځانګړی ریاست هم لري چې اړوندې چارې مخ ته یوسي او نیمګړتیاوې حل کړي.

د دغه روغتون مشر ډاکتر محمد هاشم الکوزی وايي، پلان لري تر راتلونکو دوو اوونیو دغه روغتون پرانیزي خو سمدستي به یې ۳۵ بسترونه فعال وي او تر راتلونکو څلورو کلونو به ۳۵۰ بسترو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، د هر کال په پيل کې ستونزې وي او کرار کرار به حلېږي.

دی وايي، هڅه کوي چې دغه روغتون غوره خدمات وړاندې کړي، دلته به هغه روغتیايي کېسونه او عملیات کېږي چې د کندهار په نورو روغتونونو کې نه شي کېدای.

د دغه روغتون د یوازې ۳۵ بسترونو د فعالولو خبره داسې مهال کېږي چې په دغه ولایت کې میرویس روغتون د حوزې په کچه فعالیت کوي چې د پنځو ولایتونو د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ټرافيکي پېښو ټپيان هم ورته راوړل کېږي او په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسيدګي نه شي کولای.

خلک وايي، دوی تمه لرله چې په کندهار کې د نوي ٣٥٠ بستريز روغتون له جوړېدو او فعالېدو سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به ښه والى راشي.

د کندهارښار یوه اوسېدونکي حاجي داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا د دغه روغتون جوړولو شاوخوا پنڅه کلونه په بر کې ونیول، خو اوس چې پرانیستل کېږي نو یوازې ۳۵ بسترونه به یې فعال وي چې د دې ولایت لپاره ښه خبر نه دی.

هغه غوښتنه کوي چې د دغه روغتون لپاره د تشکیل او تجهیزاتو غم وخوري او ټول ۳۵۰ بسترونه یې فعال کړي، ځکه اوسني روغتیايي خدمات د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

هغه زیاته کړه، چارواکي دې دلته د ناروغيو د تشخيص او درملنې د کيفيت پر لوړولو هم کار وکړي څو خلک نور مجبور نه شي د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا