ښرنه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٨): د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو د نوي کال د نوروز ورځې د نمانځلو پرمهال د افغان امنيتي ځواکونو د تقديرولو تر څنګ د بين الافغاني سولې د خبرو ملاتړ وکړ.
د پکتيکا د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ مشر يعقوب خان منظور په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د هېواد او خلکو ساتونکي دي، نو ځکه د دې ولايت خلک يې ملاتړ او ننګه کوي.
ده زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه د خلکو له منځه دي، دا هېواد امنيت او د قانون پلي کولو ته اړتيا لري چې له همدې امله يې د نوي کال د نوروز ورځې په مراسمو کې د نورو پروګرامونو ترڅنګ افغان امنيتي ځواکونه وستايل او د هغوى غاړو ته يې د ګلونو هارونه واچول.
قومي مشر حاجي سردار خان هم په خپلو خبرو له امنيتي ځواکونو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وويل، د دې ولايت اوسېدونکي په جنګ کې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د جنګ په ځای سوله وکړي.
هغه په نړيوالو هم غږ وکړ چې افغانان د بين الافغاني سولې ملاتړ کوي، د هغې سولې چې د دې هېواد وګړو عزت، پت او خپلواکي په کې ساتل شوي وي، نه د داسې سولې چې يو ځل بيا کورنيو جنګونو ته په کې لار هواره شي.
د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني بيا وويل چې افغان دولت تل له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي او له دې ځايه بيا هم په وسله والو طالبانو غږ کوي چې د بين الافغاني سولې د خبرو مېز ته حاضر شي.
د ده په وينا، روان کال کې به په دې ولايت کې سلګونه پروژې پلې کړي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني هم د نوي کال د مبارکي ورکولو تر څنګ پکتيکاوالو ته د امنيت په برخه کې ډاډ ورکړ او له خلکو يې د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د دې مراسمو په وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو غاړو ته د ګلونو هارونو د ور اچولو ترڅنګ هغوۍ ته تقديرنامي هم ورکړل شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن