Language

بېل ګېټس: طالبان د پوليو واکسين د تطبیق پر وړاندې خنډ جوړوي

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٨): د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د پوليو واکسين ستر مالي ملاتړی بېل ګېټس وايي چې وسله وال طالبان د پوليو يا ګوزڼ واکسين د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زياته کړې، دوی هڅه کوي په ټوله نړۍ کې د پولیو پېښې صفر ته را ښکته کړي، خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم د دې خطرناکې ناروغۍ ريښې شته دي.

د ده په خبره، طالبان د دغه واکسین د تطبیق په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی او د دوی کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د پولیو ضد واکسین په کلیو او بانډو کې تطبیق کړي.

ګيټس چې د کمپيوټر د مشهورې کمپنۍ مايکروسافټ مشر هم دى، دا نه ده په ډاګه کړې چې په دقیقه توګه په کومو برخو کې دغه واکسین ته اجازه نه ورکول کېږي، خو وايي طالبان د پولیو ناروغۍ پر ضد هېڅ تګلاره نه لري، چېرته یې چې زړه وي اجازه ورکوي او چېرته یې چې خوښه نه وي د پولیو واکسیناتورانو مخه نیسي.

ده هیله څرګنده کړې چې وکړی شي په راتلونکو کلونو کې دغه ناروغي صفر ته راښکته شي.

پولیو تر ډېره د افغانستان په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې لا هم موجوده ده او ماشومان فلجوي

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان  د کندهار ولايت د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوي او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دغې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په پاکستان او ۲۰ یې په افغانستان کې وې.

login or register a new account.