منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کندهاره د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۲۰۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۷ وری ۹۸): سږ کال د کندهار باغونو له ۱۵۰زره ټنه ډېر د انارو حاصلات ورکړي چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که څه هم سږ کال وچکالي وه خو د نورو کلونو په پرتله د انارو حاصلات او صادرات دواړه زیات وو چې د تېر په پرتله څو برابره زیاتوالی ښیي.

هغه زیاته کړه، د کندهار باغونو تر ۱۵۰زره ټنه ډېر د انارو حاصل ورکړی چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱ زره ټنه یې پاکستان، هندوستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

ده وويل،د پاتې انارو يوه اندازه نورو ولايتونو او يا هم بهر ته له راجستر پرته صادر شوي دي.

د ده په خبره، د انارو ډېره برخه پاکستان او لږه برخه یې هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

نوموړی بهر ته د انارو دصادراتو په برخه کې د منظمو لارو پر نشتوالي اندېښنه ښيي.

بينا وايي، که څه هم په دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو تړونونه لاسلیک شوي او دا په اقتصادي برخه کې د افغانستان لپاره لوی پرمختګ دی خو دا باید چټک او ګړندي شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې اوسمهال د تازه مېوې د صادراتو په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان ده، که دغه لاره بندېږي نو دوی هیڅ بله متبادله لاره نه لري.

خو هغه د لاجورد لارې ته هیله مندي وښوده چې د مېوې د صادراتو په برخه کې ګټوره تمامېدای شي.

ده زیاته کړه، که پر دغه لار اسانتیاوې ډېرې شي، نو د کندهار مېوه نه یوازې د منځنۍ اسیا تر هېوادونو رسېږي، بلکې ترکیې او له دې لارې اروپايي هېوادونو ته رسېږي.

د ده په خبره، د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار مېوه د خپل طبیعي خوند او رنګ له کبله په ټوله نړۍ کې غوښتونکي لري.

 

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، که پر دغه لار د مېوې د صادراتو لړۍ پیل شي نو باغوانان به مجبور شي د خپلو محصولاتو کیفیت ته ډېر پام وکړي، بسته بندي او پیکینګ یې د نړیوالو مارکېټونو سره برابر شي.

بینا دغه راز د مېوې د ساتلو په برخه کې هم د امکاناتو د نشتوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې په کندهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله سړې خونې او نور معیاري ځایونه نشته چې مېوه په کې د ډېر وخت لپاره وساتل شي او له خرابېدو وژغورل شي.

دی زیاتوي، که حکومت د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي، نو باغ لرونکي او سوداګر به د دې جوګه شي چې تازه مېوه وساتلای شي او کله چې یې بیه لوړه شوه بازار ته یې په لوړه بیه وړاندې کړي.

د انارو باغ لرونکي او سوداګر وايي، که څه هم سږ کال کندهار وچکالۍ ځپلی او اوبه کمې وې خو د تمې خلاف انارو ډېر ښه حاصلات ورکړي او صادرات یې هم ډېر وو.

په کندهار کې د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا وايي چې هره ورځ د سپين بولدک له لارې له ۳۵ تر ۴۰ موټره انار پاکستان او له هغې لارې هند ته صادرېدل.

ده پژواک اژانس ته وویل، سوداګر سږ کال د انارو او نورو مېوو د صادراتو په برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې پاکستان په یوه او بله بهانه لار تړله او یا یې نورې ستونزې جوړولې.

د ده په باور همدا علت وو چې د نورو کلونو په پرتله د انارو د صادراتو کچه لوړه وه.

نوموړي د لندې مېوې د صادراتو په برخه کې د یوه بل پرمختګ خبر هم ورکړ او ویې ویل چې پخوا به انار، انګور او نوره تازه مېوه په عادي موټرونو کې لېږدول کېده خو سږ کال په یخچال لرونکو موټرو کې لېږدول کېده او بهرني مارکېټ ته د باغ په کیفیت تازه مېوه رسېده.

نانى اغا زیاتوي، له همدې امله په مارکېټ کې د انارو بیه هم ښه وه چې هم سوداګرو او هم باغ لرونکو ډېره ګټه تر لاسه کړه.

د ارغنداب ولسوالۍ د انارو یوه باغ لرونکي حاجي محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال سره له دې چې اوبه کمې وې خو د انارو باغونو ډېر ښه حاصلات ورکړي او کوم طبیعي آفات او امراض یې نه لرل.

هغه زیاتوي، له همدې امله د انارو حاصلات او صادرات ډېر وو چې باغ لرونکو او سوداګرو ته د ګټې تر څنګ یې زرګونو بې روزګاره کسانو ته کار هم وموندل شو.

خو دی غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې او باغدارۍ د لا ودې په موخه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره واړه او لوی بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي او د انارو او نورو مېوو نوو باغونو جوړولو ته امکانات برابر شي.

د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک اژانس ته وویل، سږ د دې ولایت د انارو له باغونو څخه ۱۵۰ زره ټنه انار راټول شوي په داسې حال کې چې تېر کال د کندهار د انارو د باغونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وه.

دی زیاتوي، په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د خلکو په هلو ځلو په کندهار کې په څه باندې اته زره هکټاره ځمکه کې د انارو باغونه جوړ شوي دي.

دی وايي، دمګړۍ په دې ولایت کې څه باندې ۱۰ زره کروندګر د انارو د بڼونو په پالنه او کار و بار بوخت دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د انارو د بڼونو د ترویج په پار پر څه باندې دوه زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د انارو نوي بڼونه جوړ کړي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د بڼوالو روزنه، د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه او نور هغه کړنې دي چې سږ کال د اړوند وزارت له خوا په دې ولایت کې تر سره شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد