منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ختيځ کې د ناامنيو له امله ۵۴زره ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۲ وری ۹۸): په ختيځ کې د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د دغه زون په دوو ولايتونو کې د نا امنيو له امله ۵۴زره ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.

دوی وايي، د ننګرهار او کونړ څو ولسواليو ته د ناامنيو له امله د پوليو واکسيناتوران نه شي تللی، نو ځکه ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي.

مسوولينو دا څرګندونې د وري په ۱۲مه جلال اباد ښار کې د ختيځ زون په کچه د پوليو د درې ورځني واکسين د پيل په مراسمو کې وکړې.

په ختيځ کې د پوليو د پروګرام مسوول ډاکټر نجيب الله کامه وال وايي، ټول زون کې به د روان کمپاين پرمهال يو ميليون او ١٤٠زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پوليو دوه څاڅکي واکسين تطبيق شي.

خو نوموړي اندېښنه وښوده چې روان کمپاين کې به د کونړ ۳۴زره کوچنيان ځکه له واکسين څخه بې برخې پاتې شي چې سيمو ته يې د ناامنۍ له امله واکسيناتوران نه شي تللی، خو په ننګرهار کې يې کچه تر پخوا راټيټه شوې ده.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد درانی وايي، د دغه ولايت په کچه د پوليو روان کمپاين کې ٧سوه او ۶۶زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيقيږي.

دی وايي، د دغه ولايت د اچين، هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله تر ٢٠زرو ډېر ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا کچه تر پخوا ډېره راټيټه شوې او هڅه کېږي د قومي مشرانو په منځګړتوب يې کچه صفر ته ټيټه شي.

د يادولو ده چې د پوليو پسرلنی درې ورځنی کمپاين نن په ټول افغانستان کې پيل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا