کابل (پژواک، ١٢ وری ٩٨): یو شمېر کسان د کابل د احمدشاه بابا مېنې له روغتون څخه د يوه تشخیصيه ماشین ورکېدل په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د کار بندولو دليل ګڼي، خو دغه ډاکټران وايي چې د ماشین له ورکېدو مخکې دغه تصمیم نیول شوی دی.
د بې پولې ډاکترانو سازمان تېره ورځ اعلان وکړ چې د کابل ښار د دولسمې حوزې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د روغتون د فعالیت ټول مسوولیت یې د عامې روغتیا وزارت ته سپارلى دى.
سرچينې د عامې روغتیا وزارت ته د دغه روغتون د چارو د سپارلو لامل نه دی روښانه کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان له لسو کلونو راهیسې د احمدشاه بابا مېنې په روغتون کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
د کابل د ختیځ یو شمېر اوسېدونکو په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو له کړنو خوښي څرګنده کړې او د احمدشاه بابا مېنې په روغتون کې یې د یاد سازمان په مرسته د دوی د کار د دوام غوښتنه وکړه.
د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکي محمد اصف احمدزي وویل، بې پولې ډاکټرانو په دغه روغتون کې په لوړ کیفیت خدمات وړاندې کول او د کابل د ختیځو سیمو خلک دغه روغتون ته ورتلل او د روغتون له خدمتونو خوښ وو.
نوموړي زیاته کړه: ((له بده مرغه خبر شوم چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان تصمیم نیولی چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاري، نه پوهېږم چې د عامې روغتیا وزارت به همغه ډول خدمات وړاندې کړي او که نه؟))
نوموړي حیرانتیا وښوده چې د بې پولې ډاکټرانو په داسې حال کې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت ته سپاري چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه: ((کاشکې دغه سازمان دغه ډول پرېکړه نه وای کړې او په احمدشا بابا مېنې روغتون کې یې خپلو خدماتو ته دوام ورکړای وای.))
د احمدشا بابا مېنې یوه اوسېدونکي حضرت ولي احمدزي د یاد روغتون له خدماتو قدرداني کړې او غوښتنه یې وکړه چې په دغه روغتون کې دې بې پولې ډاکتران خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل: ((تر کومې چې زه معلومات لرم، ویل کېږي چې په دغه روغتون کې د ۸۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تشخیص یو ماشین غلا شوی او له همدې امله بې پولو ډاکټرانو پرېکړه کړې چې په یاد روغتون کې خپل خدمات بند کړي.))
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د مطبوعاتي برخې یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د یاد ماشین ورکېدل تایید کړل، خو ویې ویل، د ماشین ارزښت له ۲۰ زرو امریکايي ډالرو څخه کم و.
هغه زیاته کړه، د نري رنځ د ناروغۍ د تشخیص دغه ماشین تېر کال د لړم په میاشت کې ورک شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې قضیې په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او لویې څارنوالۍ يې په اړه څېړنې وکړې، خو ماشین پیدا نه شو.
خو هغه زیاته کړه: ((په هېڅ صورت په احمدشاه بابا مېنې روغتون کې زموږ فعالیت د یوه ماشین د ورکېدو له امله نه دی بند شوی، موږ له دې پېښې نهه میاشتې مخکې پرېکړه کړې وه چې خپل فعالیت د عامې روغتیا وزارت ته وسپارو.))
د ده په خبره، بې پولې ډاکټران اوس غواړي په هرات او کندوز ولایتونو کې دغه ډول خدمتونه وړاندې کړي او امکان نه لري چې پر خپل تصمیم له سره غور وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د یاد ماشین د ورکېدو په اړه وویل: «د دغه ماشین د ورکېدو په اړه زه معلومات نه لرم، بې پولې ډاکټرانو موږ ته په دې اړه معلومات نه دي راکړي.))
نوموړي په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو له فعالیت څخه مننه وکړه او ویې ویل، بې پولې ډاکټرانو ځکه د یاد روغتون چارې عامې روغتیا وزارت ته سپاري چې دوی اوس د هېواد نورو روغتونونو ته چې ټيټ ظرفیت لري، توجه کوي.
نوموړي په دې اړه چې عامې روغتیا وزارت د روغتون د چارو له سپارل کېدو وروسته ممکن روغتیايي خدمتونه کمزوري شي، زیاته یې کړه: ((موږ اوس د دې وړتیا لرو چې په احمدشاه بابا مېنې روغتون کې باکیفتیه خدمتونه وړاندې کړو او هېوادوال مو باید تشویش ونه کړي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










