Language

افغان لوبغاړي نبي او راشد بيا د هند په سياليو کې ښه وځلېدل

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : د افغانستان د کرکټ دوه ستوري راشد خان او محمد نبي يو ځل بيا د هندوستان د کرکټ غوره ليګ په سياليو کې ښه وځلېدل.

دواړه افغان لوبغاړي د هندوستان ليګ يا اي پي اېل په سن رايزرز حيدر اباد لوبـډله کې لوبېږي.

پرون تر ماښام وروسته د حيدر اباد او ډيلي لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې د افغان لوبغاړو لوبـډلې حيدراباد په بريا پاى ته ورسېده او په دې لوبه کې دواړو افغان لوبغاړو مهم رول ولوباوه .

د ډيلي لوبـډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې ١٢٩ منډې جوړې کړې او حيدراباد ته يې د ١٣٠ منډو اسانه هدف ورکړ.

د حيدر اباد له لوري محمد نبي په څلورو اوورونو کې ٢١  منـډې ورکړې او د سيالې لوبډلې دوه مهم لوبغاړي يې وسوځول.

دغه راز راشد خان هم په زړه پورې توپ اچونه وکړه او په څلورو اوورونو کې يې يواځې د ١٨  منډو ورکولو په بدل کې يو لوبغاړى وسوځاوه .

د حيدر اباد لوبډلې ياد هدف په ١٩ اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.  دوى تر اوسه څلور لوبې کړې دي، درې يې ګټلي او د نومرو په جدول کې لومړى مقام لري.

login or register a new account.