Language

​د سوډان ولسمشر له ٣٠ کلنې واکمنۍ وروسته استعفا وکړه

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٨): د افريقايي هېواد سوډان ولسمشر عمر البشير له ٣٠ کلنې واکمنۍ او د خلکو تر پراخو اعتراضونو وروسته استعفا وکړه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، په دغه بې وزله هېواد کې په دې وروستيو کې د خوراکي او نورو توکو بيې ډېرې لوړې شوې وې او خلکو پر لاريونونو لاس پورې کړى و.

لاريون کوونکو او معترضينو چې د دغه هېواد په پلازمېنه او بېلابېلو ښارونو کې راوتلي وو، د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوله.

راپورونه وايي چې خلکو د سوډان د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ او د ولسمشر د کور مخې ته راټول شوي وو.

د سوډان د ولسمشرۍ دفتر ويلي چې عمر البشير له خپلې دندې استعفا کړې او د هېواد واګې پوځ اخيستې دي.

عمر البشير په ١٩٩٣ کال کې واک ته رسېدلى و او په دغه هېواد کې يې اسلامي نظام هم نافذ کړى و، چې د غربي نړۍ تر کلکو نيوکو لاندې راغلى و.

د هغه د واکمنۍ پر مهال په دغه هېواد کې نسلي فسادونه او شخړې هم شوې وې چې له امله يې دغه هېواد په دوو برخو ووېشه او سوېلي سيمې يې خپلواکي ترلاسه کړه او د سوېلي سوډان په نوم یې نوى هېواد جوړ کړ.

login or register a new account.

Related Topics