کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٨) : له لغمان ولايت څخه د سولې مشورتي جرګې ته بريالى شوى غړى بشير ساپى د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شېرزاد د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، والي اصف ننګ ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې دا پېښه وڅېړي او قاتلين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
د نقيب الله په نوم د لغمان يوتن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې پر نوموړي نن له غرمې مخکې د سلطان غازي په ښار ګوټي کې په داسې حال کې ډزې شوې، چې هغه د خپل کور په باغ کې په کار بوخت و.
د يادونې ده چې بشير ساپى تر دې مخکې له لغمان څخه ولسي جرګې ته نوماند و، خو بريالى نه شو، خو په دې وروستيو کې له اليشنګ ولسوالۍ څخه د سولې مشورتي جرګې ته بريالى شوى و.
هغه په لغمان کې د ځوانانو ټولنې مشر هم و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن