کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٨): طالبان، د قطر ناستې په تړاو د حکومت پر کړنو نيوکي کوي، وايي دوى د سولې پروسه کې تر وروستي بريده نرمښت وښود، خو حکومتي چارواکيو او پټو کړيو دا هڅه له خنډ سره مخ کړه.
ټاکل شوې وه چې د افغان سياستوالو او طالبانو په ګډون د سولې په تړاو دغه ناسته د اپریل په ۲۰ مه او ۲۱ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړ شي.
د افغانستان حکومت په دغې غونډه کې د ګډونوالو ٢٥٠ کسيز نوملړ خپور کړ، چې د ځينو کسانو له نيوکو سره مخ شو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو او افغان سياستوالو په ګډون مسکو کې جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې ورته ناسته به په قطر کې هم جوړېږي .
د ده په وينا، طالبان نه يواځې چې په خپل دغه دريځ ولاړ دي؛ بلکې د قطر په ناسته کې د مسکو د ناستې په پرتله د څوچنده زیاتو ښځینه او نارینه هیوادوالو د ګډون سره يې هم هوکړه وکړه.
هغه وايي، ټاکل شوې وه چې د دوحې د ناستې ګډونوال به شخصي نظريات بيانوي؛ خو حکومتي چارواکيو هڅه وکړه چې له دغې ناستې څخه "د کابل ادارې او اسلامي امارت" ترمنځ د مذاکراتو غونډه جوړه کړي.
دغه راز دى زياتوي چې د غونډې تنظيموونکو او د قطر هېواد ويلي وو چې د غونډې ګډونوال به په شخصي ډول برخه اخلي؛ خو ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې شورا د دارالانشا رييس محمدعمر داوودزي، بيانونه خپرول چې د هغوى د خوښې کسان به د حکومت په استازولۍ په ناسته کې ګډون کوي.
ذبيح الله مجاهد ليکي چې وروسته حکومتي چارواکيو په ارګ کې مرموزې غونډې پيل کړې، د سرو کرښو او شرایطو خبره یې را مخې ته کړه او دعوه یې وکړه چې د یاد کنفرانس مشرتوب به هم دوی کوي.
هغه زياتوي:" د ګډونوالو یو داسې لېست یې تیار او خپور کړ چې نه خو د قطر د غونډې له حال او مقام سره ښایېده او نه یې په غونډه کې د منل کیدو امکان وو، تر ټولو عجیبه یې داوه چې خپل لېست یې د کنفرانس له منتظمینو سره تر شریکېدو، تفاهم او موافقې وړاندي نشر کړ او په لوی لاس یې ګډوډي رامنځ ته کړه."
مجاهد وايي، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دريځ څرګند دى او هغه دا چې د مذاکراتو په سلسله کې به لومړی د مسئلې بهرنى بعد حل کیږي چې هغه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دی او د افغانستان له حکومت سره مذاکرات د وخت ضایع کیدل دي.
سرچينه زياتوي: له دې دريځ سره، سره مو بیا هم د قطر کنفرانس په لېست کې تر دیرشو تنو ډیر د کابل ادارې د سولې شورا غړي او نور مامورین ومنل او په مجموع کې د لېست اکثریت برخه د کابل ادارې اوسني او پخواني غړي او خواخوږي شول، چې په شخصي بڼه به یې ګډون کاوه، بل پلو په کنفرانس کې د اسلامي امارت لخوا یواځې د پنځه ویشتو کسانو ګډون په پام کې و؛ خو بیا هم د کابل ادارې چارواکيو د دوه نیم سوه کسانو په جوړ کړي نا انډوله لېست ټینګار کاوه چې دا مناسبه هڅه نه وه."
هغه وایی چې طالبانو د سولې په روانه پروسه کې حوصله کړې، د هغوى د سیاسي دفتر او مذاکراتي ډلې غړيو شپه او ورځ خواري وکړه، زغم یې وکړ او تر اخري حده یې په خپل دریځ کې نرمښت وښود.
دى زياتوي:" خو دا چې د کابل ادارې چارواکیو او پټو کړیو دا هڅه له خنډ سره مخ کړه، مسوولیت يې هغوی ته راجع دی ... د سولې دښمنان به په خپله پوه شي چې سهوه او اشتباه یې کړې وه."
په اعلاميه کې د يادو پټو کړيو په اړه وضاحت نشته.
طالبانو له ټولو هغو کسانو چې د دې پروسې په برخه کې يې هڅه کړې، مننه کړې او ويلي يې دي:" موږ د ټولو د زحمتونو قدرونه کوو او دراتلونکو هڅو لپاره ښه حوصله ورته غواړو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره پر هڅو د ټينګار تر څنک ويلي، چې د قطر حکومت ځکه د دوحې کنفرانس لغوه کړ چې د ګډونوالو د نوملړ په اړه يې د افغان حکومت غوښتنه پلې نه شو کړاى.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان حکومت او ولس با عزته سولې ته ژمن دي او په راتلونکې کې به هم لکه د تېر په څېر د ولس د دغې برحقی غوښتنې د تر لاسته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخې او ګړندۍ کړي.
دغه راز افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد، د دوحې د ناستې پر ځنډېدو خواشينې څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په دې اړه هر ډول مرستې ته چمتو دى.
خليلزاد په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي:"موږ له ټولو خواوو سره په اړيکه کې یو او غواړو چی هر لوری د سولې خبرو لپاره ژمن واوسی."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










