Language

افغان سفارت: په سريلانکا کې مېشت افغانان خوندي دي

کابل (پژواک، ٢ غويی ٩٨): په سريلانکا کې د افغانستان سفارت وايي چې په دغه هېواد کې له چاودنو وروسته هلته مېشت افغانان او ډيپلوماتان خوندي دي.

پرون د سريلانکا د پلازمېنه کولمبو او ځينو نورو ښارونو په کليساوو او هوټلونو کې اته پرله پسې چاودنې وشوې چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په کې ٢٩٠ کسان وژل شوي او تر ٥٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

د سريلانکا پوليسو ويلي چې په وژل شوو کې تر ٣٠ پورې بهرني وګړي هم شامل دي او يو شمېر نور بهرنيان ټپيان شوي دي.

خو په کولمبو کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې په کولمبو کې يو شمېر افغانان مېشت دي او د دوى د معلوماتو له مخې، هغوى ته کوم زيان نه دى رسېدلى.

سرچينې زياته کړه چې د افغانستان سفارت له دغو افغانانو سره په اړيکو کې دي او هغوى د چاودنو له پېښو خوندي دي.

د يادونې ده، په سريلانکا کې د افغان سفارت د کارکوونکو تر څنګ هلته يو شمېر  افغان سوداګر او محصلين هم مېشت دي.

د سريلانکا يادې چاودنې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، په سريلانکا کې افغان سفير اشرف حيدري او ګڼ شمېر نورو چارواکو او سياسيونو غندلې او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

login or register a new account.