منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“طالبان دې د واکسین پر وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای همکاري وکړي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۹ غویی ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای دې همکاري وکړي.

چارواکي وايي، واکسین د ناروغۍ، معلولیت او مړینې د مخنیوي په لار کې تر ټولو ارزانه، اسانه او اغېزناکه وسیله ده.

د کندهار اوسېدونکي او د روغتیا چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د غويي له ۴مې تر ۱۰مې په ټوله نړۍ کې د واکسین نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

کندهار د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه هغه سیمه ده چې تېر کال په کې د واکسین د نیمګړي تطبیق له امله د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري ټول خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ولري او د کتلوي معافیت خدمات ډېر کړي.

هغه زیاته کړه، د وقایوي طب او روغتیا په برخه کې واکسین د ناروغۍ، معلولیت او مړینې د مخنیوي په لار کې تر ټولو ارزانه، اسانه او اغېزناکه وسیله ده.

د ده په خبره، اوس مهال په ټول هېواد کې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي په موخه ۱۳ ډوله واکسین پلی کېږي.

خو ده وویل، له بده مرغه په سوېلي زون او په تېره کندهار کې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې خنډونه شته، په داسې حال کې چې روغتیايي بنسټونه بې پلوه ادارې دي او له هر ډول توپیر پرته خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوی.

دی وايي: ((د کندهار په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي او خلکو ته پرته له دې چې معلومه کړي له طالب سره دي که له حکومت سره، روغتیايي خدمات وړاندې کوي.))

ده یادونه وکړه، په دې سیمه کې د واکسین پلي کېدو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي خو د دوی هڅه دا ده چې سږ کال د پولیو د مخنیوي پروګرام د یوې ځانګړې ستراتيژۍ له مخې پلی کړي چې اغېز به یې ډېر وي.

 

پخلا زیاته کړه، سږ کال د واکسین کمپاینونو تر څنګ په دغه ولایت کې د پولیو د پروګرام له لارې ۲۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړوي او د کندهار ښار په ځینو سیمو کې د څښاک د اوبو شبکې جوړوي.

د ده په خبره، د دوی دغه اقدامات به د واکسینونو په تطبیق او ناروغیوي په مخنیوي کې اغېزناک ثابت شي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال په کندهار او سوېلي زون کې د پولیو پېښې ډېرې وې چې د مخنیوي لپاره یې سږ کال ځانګړي تدابیر نیولي، د واکسیناتورانو پر غوره روزنې یې ډېر کار کړی او د واکسین ساتلو لپاره یې یخچالونه چمتو کړي دي.

ده زیاته کړه، د پولیو ضد واکسین اوس مهال د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې کور پر کور او په ځینو ولسوالیو شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش، غورک او معروف کې کې کلي په کلي پلی کېږي، ځکه وسله وال طالبان په دغو ولسوالیو کې کور په کور د واکسین پروګرام پلي کولو ته اجازه نه ورکوي.

دی وايي، له بده مرغه د دې او ورته نورو ستونزو له امله سږ کال هم په دغه زون کې د پولیو ۶ پېښې ثبت شوي چې ۲ یې په کندهار، ۲ په هلمند او ۲ په اروزګان ولایتونو کې دي.

نوموړي په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه وبلل چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰ زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.

نصرت ځينې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادوي.

دی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېر تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

هغه د دې تر څنګ یادونه کوي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو ترمنځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

خو د ده په وینا، د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

دی زیاتوي، د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تايید شوی، د هغوی له خوا په دې اړه فتواګانې صادرې شوي په همدې بنسټ یې له وسله والو طالبانو او خلکو هیله دا ده چې د ستونزو جوړولو پر ځای له دوی سره د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي، ځکه ماشومانو ته د هغوی د راتلونکي روغ ژوند په خاطر واکسین ورکول شرعي مکلفیت دی.

د یادونې ده، په تېر زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې ۶ یې په ختیځ زون او ۱۵ یې په سوېلي زون کې وې.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال هم د پولیو ۶ واړه پېښې په دې زون کې ثبت شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا