منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په اروزګان کې د ګوزڼ واکسين پروګرام سوداګریزه بڼه خپله کړې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ۹ غويى ۹۸): د اروزګان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولایت کې د واکسين پلي کولو ټولو پرګرامونو تجارتي بڼه غوره کړې ده.

دوى دغه څرګندونې په دغه ولايت د واکسین نړیوالې اوونۍ په نمانځغونډه کې په داسې مهال وکړې چې د روان زېږديز کال له پيله راهيسې په دغه ولایت کې د پوليو يا ګوزڼ  درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت يوه استازي ډاکتر محمد داوود له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي او له نا اعلاجه ناروغیو ځان وژغوري.

هغه د واکسین اوونۍ په مناسبت د عامې روغتیا د وزير پيغام هم ولوست او ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې به پراته خنډونه له منځه يوسي.

په دې غونډه کې د SHDP موسسې ولايتي دفتر مسوول ډاکتر اکرام وويل، افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ درې هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پوليو مثبتې پېښې شته دي.

هغه زياته که، دا چې په لرو پرتو سیمو کې ځايي اوسېدونکي د واکسين پر ګټه نه پوهېږي نو اړینه ده چې ځايي روغتيايي کارکوونکي، په ځانګړې توګه د واکسين رضاکاران د واکسين د تطبیق په اړه پوره معلومات ورکړي.

د اروزګان ولایتي روغتون مشر ډاکتر امين الله توخی بيا نيوکه کوي چې دغه ولایت کې زیات شمېر روغتیا پالان طبي اخلاق نه لري او دغه مسلک يوازې د پيسو ترلاسه کولو وسیله ګرځوي.

هغه زياته کړه، که چېرې روغتیايي کارکوونکي په ښه توګه خپل ورسپارل شوي مسووليتونه ترسره کړی،نو شته ناخوالي به له منځه ولاړې شي.

د اروزګان مدني فعالین او ځايي اوسېدونکي بیا د واکسین اوونۍ نمانځنه په دغه ولایت کې یوازې نمایشي بولي.

مدني فعال جاوېد خپلواک پژواک ته وويل، په اروزګان کې د واکسین پلي کولو پروګرام یوه تجارتي بڼه خپله کړې او لرو پرتو سيمو ته دغه خدمات په هېڅ صورت نه دي رسول شوي.

هغه زياتوي، د واکسین څه باندې ۱۴۰۰ رضاکاران د طالبانو او يا هم دغلته د يو شمېر کسانو له خوا فرمایشي ټاکل کېږي او زیات وخت طالبان د دولت تر واک لاندې سیمو کې خپل کسان په دغه پروګرام کې ګوماري.

بل مدني فعال محمد نسیم پژواک ته وويل، يوه اوونۍ مخکې د دوی د کلي یو کم عمره ماشوم ځکه فلج شو چې هلته د واکسين رضاکاران نه وو ورغلي.

هغه وايي، د دوی په سیمه کې د واکسین پلي کولو چارې د طالبانو پر غاړه دي او زیات وخت سیمو ته دغه لړۍ نه غځوي.

له دې وړاندي هم د واکسین پر ولایتي اداره نیوکي شوې وې چې چارې یې له خنډ سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د واکسین ادارې ولایتي مسوول د طالبانو له رژیم تر دې مهاله دغه مسوولیت پر غاړه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا