Language

ګلبدين: د کرکټ نړيوال جام ته بشپړ چمتووالى لرو

کابل (پژواک، ١٠  غويى ٩٨): د کرکټ ملي لوبډلې مشر ګلبدين نايب وايي چې نړيوال جام ته يې بشپړ چمتووالى نيولى او هيله يې څرګنده کړه چې لوبغاړي به هلته ښه وځلېږي.

ګلبدين نايب دغه څرګندونې پرون ناوخته په کابل کې د انګليستان سفارت له خوا د دوى په وياړ جوړې شوې غوندې ته د وينا پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کې د انګلستان سرپرست سفير جايلز ليور، د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي او ملي لوبغاړو برخه اخيستې وه.

نايب وويل چې دوى په انګليستان کې پيلېدونکې د کرکـټ نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالى لري او هيله يې څرګنده کړه چې هلته به ښې لاسته راوړنې ولري.

نايب وايي، ملي لوبـډله چې پرون له غرمې وروسته په سوېلي افريقا کې تر دوو اوونيو تمريناتو وروسته کابل ته را رسېدلې وه، هلته يې ګـټور تمرينات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ له تېرو څو مياشتو نړيوال جام ته تمرينات او چمتووالى نيولي دي.))

د ګلبدين نايب په وينا، د سوېلي افريقا ميدانونه او  هوا د انګليستان په څېر دي او هلته تمريناتو دوى ته ډېره ګټه رسولې ده.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي چې نړيوال جام لپاره مناسبه لوبـډله ټاکل شوې چې په کې د ځوانانو تر څنګ تجربه لرونکي لوبغاړي هم شته دي.

د انګليستان سرپرست سفير وويل، دا د افغانانو لپاره يو ښه چانس دى چې په نړيوال جام کې خپلې وړتياوې ثابتې کړي.

ده زياته کړه: ((له جګړو، سياست او اختلافاتو پرته به افغانان په اتحاد او يوموټی ډول په نړيوال جام کې ولوبېږي او د بريا هڅه به کوي.))

د انګليستان سرپرست سفير زياته کړې، د افغانستان ملي لوبډلې نړۍ ته وښوده چې د کرکټ په ډګر کې ستر ځواک دی او دغه ځل به سترو لوبډلو ماتې ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزيزالله فضلي هم د خپلو خبرو په ترڅ د انګليستان له سفارت څخه د يادې بلنې له امله مننه وکړه.

login or register a new account.