کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۸) : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پاکستان د یوې وسله والې ډلې جیش محمد مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د امنیت شورا پر القاعدې او داعش د بندیزونو لګولو د کمېټې له خوا ترسره شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د دوی تر څېړنو وروسته له القاعدې سره د مسعود اظهر اړیکې او همکارۍ ثابتې شوې او د نړیوالو ترهګرو په لیست کې یې نوم تر شاملېدو وروسته د هغه ټوله شتمني کنګل شوې ده.
دغه راز د دې پرېکړې له مخې، پر هغه د سفرونو بندیز هم لګول شوی او هیڅ ډول وسله نه شي ترلاسه کولی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تر اوسه د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې ۴۲۱ کسان وو او د اظهر نوم ۴۲۲ دی.
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې په هندي کشمیر کې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت هم نوموړي اخیستی و، چې په ترڅ کې یې ۴۶ هندی سرتېري وژل شوي وو.
هندوستان له تېرو څو کلونو راهیسې څو ځلې هڅه کړې وه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا مسعود اظهر نړیوال ترهګر اعلان شي، خو د چین له خوا د مخالفت له امله دغه کار نه کېده، خو دا ځل چین اعتراض نه دی کړی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










