ژبه

دفاع وزارت په غزني کې د ۵۲ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

توسط سيف الله مفتون

مې 5, 2019 - 12:28 pm

Views: 76

غزني ښار (پژواک، ١٥ غويی ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د دوو قوماندانو په ګډون ٥٢ وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د ملي دفاع وزارت له لوري د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د غزني په اندړو، قره باغ او ده يک ولسواليو کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د دوو قوماندانو ابو خالد او سرحدي په ګډون ٥٢ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

دغه راز د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم دغه عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې په ترڅ کې يې ٥٢ طالبان وژل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په وژل شوو کې د عينو په نوم د طالبانو يو سرګروپ هم شامل دى.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په غزني کې پر طالبانو بريدونه نه دي شوي.

هغه وايي: ((په غزني کې څو ځایه پر ملکي خلکو چاپې وهل شوې چې هېڅ طالب ته په کې زیان نه دی رسېدلی.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني کې يو ځل بيا د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.