Language

افغانستان دکرکټ په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ٢١ غويى ٩٨) : افغانستان د کرکټ په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې سکاټلينډ ته د دوو منډو په توپير سره ماتې ورکړه.

دا لوبه چې پرون د سکاتلينډ په انډنبرا ښار کې ترسره شوه، د باران له امله زيانمنه شوې وه او افغانستان د کرکټ د باران د قانون له مخې بريالى اعلان شو.

ددې لوبې پچه د سکاټلينډ لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوى په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٣٢٦ منډو هدف ورکړ.

د سکاټلينډ له لوري  کوټليوډ سليزه ووهله او کوټزير ٧٩ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري لوبډلمشر ګلبدين نايب درې، حميد حسن او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان چې کله د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پيل کړه، نو د لوبې په وروستيو مرحلو کې باران پيل شو، تر بارانه مخکې افغانستان په ٤٤ اوورونو کې ٢٦٩ منډې کړې وې، رحمت شاه ١١٣، شهزاد ٥٥ او حشمت  الله شهيدي  ٥٩ منډې جوړې کړې وې.

وروسته له هغه چې په ټاکلي وخت کې باران ونه درېد، د يادې لوبې لوبڅارانو د کرکټ د باران د قانون له مخې افغانستان په دوو منډو ګټونکى اعلان کړ.

رحمت شاه ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د افغانستان او سکاټلينډ ترمنـځ لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه هم د باران له امله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه.

د کرکټ ملي لوبډله به اوس ايرلينډ ته ځي او هلته به هم دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کوي، تر هغه وروسته به په انګلستان کې پيلېدونکي نړيوال جام کې برخه اخلي.

login or register a new account.