لښکرګاه(پژواک،٢١ غويى ٩٨):د هلمند د ولايتي روغتون چارواکي وايي چې تېرکال په دغه روغتون کې ١٣ مېرمنې د زيږون پرمهال مړې شوي، خو د نورو کلونو په پرتله يې کچه ټېټه ده.
هلمند کې د بُست ولايتي روغتون امر ډاکټر احمد ضياء د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرکال په دغه روغتون کې ١٤٤٤٥ ښځو ولادت کړى دى.
دى وايي چې له يادې شمېرې څخه ١٣ ښځې مړې شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله يې کچه ټېټه ده.
نوموړي د تېرو کلونو کومه شمېره وړاندې نه کړه، خو زياته يې کړه: ((ډېرې هغه ښځې مړې شوي چې د لارې د نا امنۍ له امله پر وخت شفاخانې ته نه دي رسېدلي.))
خو بل لورته د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالاحد حازم پژواک ته وويل چې تېرکال په ټول هلمند کې ٣٩ زره مېرمنو ولادت کړى دى.
هغه په ټول هلمند کې د زېږون پرمهال د مړو شويو ښځو ارقام نه درلودل، خو زياته يې کړه: ((موږ په ډېرو سيمو کې روغتيايي مرکزونه لرو، دا مشکل په دومره ډېر نه وي، خو ځينې امنيتي ننګونې زموږ د کارکوونکو او ناروغانو پر وړاندې خنډونه جوړوي.))
نوموړى وايي چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په خپلو سيمو کې پر ځينو روغتيايي خدمتونو بنديز لګولى چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوادمرکز لښکرګاه يوه اوسېدونکي مختار احمد پژواک ته وويل چې د بست روغتون روغتيايي کارکوونکي له ناروغانو سره سم چلند نه کوي.
ده وويل: ((ډاکټران او نرسان ښه چلند نه کوي، په ساعتونو مريضان په دهلېزونو او نورو ځايونو کې پراته وي نو حتمن به يې ځينې مړه کيږي او چلند يې هېڅ سم نه دى.))
مختار احمد وايي چې که ياده ستونزه هواره نه شي نو له نورو خلکو سره يوځاى به په دې اړه رسمي شکايت وکړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د هلمند په هغو سيمو کې د پوليو واکسين پر تطبيق بنديز لګولى چې کنټرول يې له دوى سره دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










