کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): چيني او ايراني چارواکو په تهران کې د ليدنې پر مهال له افغان سولې پروسې د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د ايراني اژانس (ايرنا) د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي دينګ جونګ په تهران کې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال عباس عراقچي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د افغانستان پر وروستيو امنيتي، سياسي حالاتو او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
په راپور کې راغلي چې دغه راز دواړو لورو د افغانستان نا امني او بې ثباتي د ټولې سيمې لپاره ګواښ وباله او په افغان سوله کې يې د خپل لوري د همکاريو ډاډ ورکړ.
عراقچي د افغانستان د تلپاتې سولې لپاره د سيمې هېوادونو پر رول ټينګار کړى دى.
د يادونې ده، د افغان سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع رامنځته کولو هلې ځلې زياتې شوې دي؛ د چين ځانګړي استازي څو ورځې مخکې هندوستان ته هم سفر کړى او د افغان سولې په اړه يې خبرې کړې وې.
دغه راز د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس او د ولسمشر ځانګړى استازى عمر داوودزى هم په همدې موخه جرمني ته تللى او له هغه ځايه وروسته به هند ته ځي.
login or register a new account.