Language

ایرلینډ افغانستان ته د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸) : ایرلینډ د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې افغانستان ته د ۷۲ منډو په توپیر سره  ماتې ورکړه.

دا لوبه چې نن په ایرلینډ کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله دایرلینډ لوبډله په ۵۰ اورونو کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۱ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري افتاب عالم او دولت ځدران دوه دوه، راشد خان دوه او ګلبدین نایب یو لوبغاړی وسوځولو.

خو د کرکت د ملي لوبډلې توپ وهونکو سمه لوبه ونه شو کړای او ټوله لوبډله په ۱۳۷ منډو وسوځیدله.

د دوی له لوري اصغر افغان ۲۹، محمد  نبي ۲۷  اوګلبدین نایب د پام وړ ۲۰ منډې جوړې کړ.

 

login or register a new account.

Related Topics