ژبه

تېرې شپږ میاشتې په غزني کې د ځانوژنې نهه پېښې رامنځته شوې دي

توسط سيف الله مفتون

مې 19, 2019 - 3:05 pm

Views: 100

غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٨): په غزني کې د کورنيو ستونزو او وزګارتيا له امله په تېرو شپږو اوونيو کې د يوې نجلۍ په ګډون نهو کسانو ځانوژنه کړې ده.

د غزني ښار د روضې سيمې اوسېدونکي خان محمد د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روژې په څلورمه يې تنګي ځوان زوى ځان وژنه وکړه.

هغه وايي: ((زوى مې باسط نومېده، د مکتب شاګرد و، کورني مشکلات مو هم ډېر نه دي، خو څو ورځې وړاندې يې په اشپزخانه کې ځان په دار کړى او ځان وژنه يې کړې ده.))

دغه راز د باسط ورور فدا محمد پژواک ته وويل چې باسط يې څلورم ورور و او ډېره ښه شاعري يې هم کوله.

ده زياته کړه: ((موږ هېڅ پوه نه شوو چې ولې یې ځان وژنه وکړه، خو د خپل شعر په کتابچه کې يې ليکلي چې مورې دعا راته کاوه ما له خداى نه د روژې مياشت غوښته.))

همدارنګه يو قومي مشر شېرخان پژواک ته وويل چې سږ کال په غزني کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

هغه زياتوي: ((موږ له اړوندو ارګانونو سره يو ځاى کوښښ کوو چې په غزني کې د ځان وژنې پېښې کمې کړو.))

په دې اړه په غزني کې د ارواپوهنې يوه ډاکټر حميدالله پژواک ته وويل چې ډېرې دغه شان پېښې د کورنيو ستونزو او وزګارتيا له امله رامنځته کېږي.

ده وويل: ((د کورنيو مشران بايد د خپلو بچيانو له هر څه نه خبر وي؛ ځکه په هېواد کې روان جنګ، بېکاري او نورې ستونزې د دې لامل کېږي چې ځوانان ځان وژنې وکړي.))

د پژواک د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال له پيله تر اوسه د ځان وژنې پنځه پېښې د غزني ښار د روضې، يوه يې ده خدايداد، يوه يې خشک او بله هم په نواباد سيمه کې رامنځته شوې دي.

دغه راز د ځان وژنې وروستۍ پېښه وړمه ورځ د غزني په ده يک ولسوالۍ رامنځته شوې ده.

خو د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې په څلورو مياشتو کې له دوی سره د ځان وژنې اووه پېښې ثبت شوې دي.

login or register a new account.