منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې هر کال ٦٠زره کسان پر سرطان اخته کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۸): په افغانستان کې هر کال ۶۰زره کسان د سرطان په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي، په داسې حال کې چې په هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړى روغتون هم نشته.

بلخوا د ختيځو ولايتونو چارواکي وايي، په دغه زون کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې د ځانګړي روغتون نشتوالى لويه ستونزه ده او د يوه معياري روغتون غوښتنه کوي.

د ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونو مسوولينو دا څرګندونې د غبرګولي په ۲مه په جلال اباد ښار کې د سرطان د مخنيوي په اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې.

د معلوماتو له مخې، په دغه زون کې زرګونه خلک د سرطان پر ناروغۍ اخته دي چې ډېری يې د درملنې لپاره کابل او يا هم ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي.

د روغتيايي چارو د کارپوهانو په باور، د سرطان ناروغ د درملنې چارو کې ځنډ د دې سبب کېږي چې د ناروغ انسان ژون واخلي.

پر همدې بنسټ د ختځيو ولايتونو چارواکو د دغه زون په کچه د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه د روغتون د جوړېدو لپاره د ګډو هڅو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له سرطان سره د مبارزې بنسټ ملاتړ غونډه کې ټینګار وکړ چې د دولتي او خصوصي سکتور په ګډو هڅو دې د ختيځ په کچه د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه یو روغتیایي مرکز جوړ شي، څو له بهرنیو هېوادونو په دې برخه کې له اړتیاوو څخه وژغورل شو.

میاخېل وویل، د WHO د معلوماتو له مخې، هر کال په افغانستان کې شل زره کسان د سرطان پر ناروغۍ اخته کېږي چې له ډلې یې ۱۵زره مړه کېږي، په وروستیو کې د سرطان د ډېرو ناروغیو درملنه په ښه توګه ترسره کیږي .

د لغمان والي محمد اصف ننګ د یادې غونډې پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، ولایتي اداره یې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمنه ده، خو ټینګار یې وکړ چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې باید د شته نیمګړتیاوو په له منځه وړلو کار وشي.

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ بنسټګرې او د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مرستیالې وزیرې ډاکټر عالمې  وویل، شپږ کاله وړاندې د سرطان پر ناروغۍ اخته شوې وه، چې اوس مهال یې خپله درملنه کړې او هېڅ ډول روغتیایي ستونزه نلري .

هغې زیاته کړه، کله یې چې خپله درملنه وکړه، په سرطان ناروغۍ د نورو افغانانو د درملنې په موخه یې د عدلي وزارت په رسمي جواز یو خپلواک بنسټ جوړ کړ، چې د هېوادوالو او  مرستندویه سرچینو په مرسته یې چارې مخکې وړي .

د هغې په وینا یاد بنسټ څخه د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي،د سرطان په اړه د څېړنو ترسره کول او تر درملنې وروسته د سرطان ناروغانو روغتیایي تعقیب په برخه کې چارې ترسره کوي .

په افغانستان کې د سرطان سره د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر جاوېد ساپی وایي، یاد بنسټ په دوه زره شپاړسم زېږدیز کال کې د ولسمشر له لوري په ارګ کې په رسمي ډول پرانیستل شو چې د نورو تر څنګ یې لومړۍ مېرمنه ځانګړی ملاتړ  کوي .

هغه زیاته کړه، د دوی د څېړنو له مخې هر کال په افغانستان کې ۶۰ زره کسان د سرطان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي چې له  امله یې له روانې تپل شوې جګړې څخه ډیری افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي .

نوموړی وایي، د بنسټ له لوري په ننګرهار،لغمان او  کونړ ولایتونو کې د یادو ولایتونو د والیانو، پوهنتون، پوهنې او روغتیا ادارو په همکارۍ عامه پوهاوی ترسره کړ،چې ۱۳۳ زره  کسانو ورسره ګډون وکړ.

د ساپي په وینا، د دوی د څېړنو له مخې په ختیځ کې ډېری خلک د وینې، ځیګر، مرۍ، سینې، معدې او یو شمېر نورو برخو کې په سرطان ناروغۍ اخته دي او ښيي لامل یې هم په پخوانیو وختونو کې په دې سیمه کې د کیمیاوي موادو کارونه وي.

غونډې ته د ننګرهار ولایتي شورا مرستیالې حمیرا رفیع، د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي او د علماوو په استازیتوب مولوي جلال ابادي د سرطان ناروغۍ د  مخنیوي په برخه کې د وروستیو پیل شوو هڅو ملاتړ وکړ او د همکارۍ ژمنې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا