منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې يو خصوصي روغتون د مافيايي کړيو د ګواښ له امله کار بنديز وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ۴ غبرګولی ۹۸): په ننګرهار کې د يوه خصوصي روغتون کارکوونکو د دې له امله چې هره ورځ يې ځينې مافيايي کړۍ د پيسو اخيستو په خاطر پر مرګ ګواښي، کاربنديز کړی دی.

دوی د خپل روغتون وسايل د سړک سر ته راويستي و او د هغو د سوځولو ګواښ يې کاوه.

معترضو روغتيايي کارکوونکو دغه راز تور پورې کړ چې د پاکستان استخبارات غواړي دلته د خپلو مافيايي کړيو پر مټ له روغتيايي مرکزونو څخه پيسې واخلي او د هغوی پر وړاندې توطيې جوړې کړي.

د "تسليمه کاکړ" په نوم د دغه خصوصي روغتون کارکوونکو د غبرګولي په ۴مه تر غرمې وړاندې د ښار د لومړۍ ناحيې په خانجي چينې سيمه کې د خپل روغتون مخې ته لار هم د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

د دغه روغتون مشر ډاکټر عبدالغفار کاکړ وايي، د پاکستان استخباراتي اداره د مافيايي کړيو له لارې ننګرهار کې له روغتيايي کارکوونکو پيسې اخلي، خو حکومت يې مخنيوی نه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ څو ځلې خپل دا غږ امنيتي او ولايتي چارواکو ته رسولی، خو هغوی يې هېڅ مخه نه ده نيولې، بالاخره مجبور شو چې نن خپل وسايلو ته اور ورته کړو او نور له دغه مسلک سره خدای په اماني وکړي.))

په ننګرهار کې د خصوصي روغتونونو د اتحاديې مشر ډاکټر ايمل حسنزی هم دلته د ډاکټرانو او نورو هغو اشخاصو پر وړاندې چې روغتيايي سکټور کې کار کوي، د ننګونو د موجوديت خبره کوي.

دی وايي، هره ورځ ډاکټران د پيسو په خاطر ګواښل کېږي، چاودنې پرې کېږي، ترور کېږي، خپله او يا يې هم د کورنۍ غړي او اولادونه يې تښتول کېږي، خو حکومت يې هېڅ مخنيوی نه کوي.

هغه زياته کړه، ننګرهار کې دې د ډاکټرانو د ژوند خونديتابه لپاره کوټلي ګامونه پورته شي، که نه نو يوه ورځ به ټول ډاکټران د اعتراض او خپل ژوند خوندي کولو په توګه له دغه ولايت څخه کډه شي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي اداره وايي، هر ډاکټر چې ورته شکايت کړی، دوی يې په اړه ګام پورته کړی او زياتوي چې د تسليمه کاکړ روغتون په تړاو يې يو هم کس نيولی دی.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، ياد روغتون ته د ګواښ کوونکو له ډلې يو تن نيولی شوی او پنځه نور يې هم په نښه شوي چې د نيولو هڅې يې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم جلال اباد ښار کې د ډاکټرانو د ژوند نه خونديتوب او دوی ته د ګواښونو له امله د څو ورځو لپاره روغتيايي کارکوونکو کار بنديز کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا