منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لويه څارنوالي: حبیب الله احمدزى دې د خپلې ادعا له اسنادو سره دغې ادارې ته حاضر شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٨): لويې څارنوالۍ د ځانګړي امنیت په چارو کې د ولسمشر له پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي څخه غوښتي چې تر راتلونکې پنجشنبې پورې د خپلې ادعا له اسنادو سره يو ځاى دې ادارې ته حاضر شي.

د راپورونو له مخې، جنرال حبيب څلور ورځې مخکې له يوه خصوصي تلوېزيون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ارګ دننه د سلاکارانو، وزيرانو او وکيلانو داسې کړۍ شته چې د فحشا لپاره کار کوي. نوموړي چې خپلې سلاکارۍ دندې يې استعفا هم کړې، د استعفا دلايل په کاري چارو کې لاسوهنه، په ارګ کې فحشا ته د ځانګړې کړۍ هڅونه او له ډيموکراسۍ څخه د هغوى ناسم برداشت بولي.

خو دوه ورځ مخکې د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د خبرې ناستې پر مهال وويل چې د جنرال حبيب احمدزي څرګندونې پر شخصي انګېزو ولاړې دې او هغه يې د څوکۍ او موقف اخيستو په خاطر کړې دي.

تردې وروسته، پرون جنرال احمدزي له پژواک سره په مرکه کې وويل، کومې څرګندونې يې چې کړي، له هغو به يو متر هم په شا نه شي او که په دې تړاو کومه تحقيقاتي اداره جوړه شوه، هغې ته به په دې اړه مدارک او اسناد هم وړاندې کړي.

د لويې څارنوالۍ له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جنرال حبیب الله احمدزي د ادعا او څرګندونو موضوع، چې په دې وروستیو کې یې په رسنیو کې مطرح کړې، د جمهوري ریاست د پالیسۍ، نظارت او څېړنې مرستیالۍ له خوا د قانوني څېړنې په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده.

سرچينه کاږي، لویې څارنوالۍ د یادې قضیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوي د یادې قضیې د هر اړخیزې څېړنې د بشپړاوي په موخه د یوې رسمې پاڼې له لارې له جنرال حبیب الله احمدزي غوښتي، چې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ تر نهمې پورې ټول هغه اسناد، شواهد او مدرکونه چې په لاس کې یې لري، ټاکل شوي څېړنیز پلاوي ته وسپاري.

سرچينه زياتوي، لویه څارنوالي ډاډ ورکوي چې یاده قضیه به په جدي، بې پرې، خپلواکه او عادلانه توګه د قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړي او د څېړنې پر مهال د په لاس راغلو اسنادو، شواهدو او مدرکونو له مخې به پرېکړه وکړي. له پرېکړې سره سم به یې پایلې د اطلاع رسونې قانون د احکامو په حدودو کې له هېوادوالو سره شریکې کړي.

له بلې خوا د لويې څارنوالۍ د جرمونو د څېړنې له رياست څخه په ليکل شوې جلب نامه کې چې يوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې او د کابل امنيه قوماندانۍ ته يې ليکلې، راغلي چې د جنرال حبيب الله احمدزي د ادعا د اسنادو د مطالبې او حقيقت ته د رسېدو په موخه، دې رياست ته د نوموړي احضارول محسوسېږي.

سرچينه کاږي، دغه جلب دې جنرال احمدزي ته ابلاغ شي، ترڅو د غبرګولي په ٩مه د پنجشنبې د ورځې د رسمياتو تر ختمېدو پورې دې ادارې ته حاضر شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه