Language

په کابل کې ځانمرګي برید شپږ کسان وژلي او ١٦ نور یې ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۸): په کابل کې پولیس وايي چې د مارشال فهیم پوهنتون دروازې مخې ته د ځانمرګي برید له امله ۶ کسان وژل شوي او ١٦ نور ټپیان دي.

د کابل ښار د ۱۰۱ اسمايي زون ویاند فرامرز فردوس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن  غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قمبر څلورلاره کې رامنځته شوه.

سرچینې زیاته کړه چې ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري تر پېژندنې وروسته ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند په وینا، لومړۍ شمېرې ښيي چې په دې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او ١٦ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.