کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٨) : سريلانکا د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په يوه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د کرکـټ نړيوال جام سيالۍ تېره اوونۍ په انګلستان کې پيل شوې دي.
افغانستان خپله دويمه لوبه پرون د انګلستان د ويلز په کارډيف لوبغاړي کې له سريلانکا سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د سريلانکا د پيل لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او د افغانستان د پيل توپ اچوونکو ډېره خرابه لوبه وکړه، د سريلانکا د پيل لوبغاړو تر ٩٢ پورې منډې جوړې کړې، خو د افغان لوبغاړي محمد نبي د ښې توپ اچونې له امله دسريلانکا د منډو مخه ونيول شوه او تر ١٥٠ پورې يې ٨ لوبغاړي وسوځېدل.
وروسته د باران له امله لوبه ودرېدله او تر څو ساعتونو وروسته چې کله بيا لوبه پيل شوه، نو د سريلانکا ټول لوبغاړي په ٢٠١ منډو وسوځېدل.
د افغانستان له لوري محمد نبي ٤، دولت ځدراڼ او راشد خان دوه دوه او حميد حسن يو لوبغاړى وسوځول.
د کرکټ د باران د قانون له مخې، افغانستان ته په ٤١ اورونو کې د ١٨٥ منډو هدف ورکړل شو.
د ملي لوبډلې پيل هم نسبتاً ښه و، خو چې منډې ٣٠ ته ورسېدلې شهزاد وسوځېد او ورپسې د لوبغاړو د سوځېدو لړۍ پيل شوه.
حضرت الله ځاځي ٣٠ او نجيب ځدراڼ ٤٣ منډې جوړې کړې، دغه راز د افغانستان ټوله لوبډله په ١٥٢ منډو وسوځېده. سريلانکا دا لوبه د ٣٤ منډو په توپير سره وګټله.
تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې استراليا افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










