Language

په وزيرستان کې چاودنې نهه پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٨): په شمالي وزيرستان کې د ماين چاودنې د درېيو افسرانو په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژلي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه پرون د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه اړوند د خړ کمر په سيمه کې وشوه.

سرچينې زياته کړې چې د سړک غاړې د ماین دغه چاودنه د پوځ د ګزمې پر موټر شوې ده.

د پاکستان پوځ ويلي چې په دې پېښه کې د درېيو افسرانو په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره يوه مياشت کې د چاودنو له امله په شمالي وزيرستان کې لس سرتېري وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.