کندهار (پژواک، ٢٠ غبرګولی ۹۸): د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۰ کلن حاجي ګل محمد، چې د زعفرانو پر بابا مشهور دی، وايي، د زعفرانو کرل د کوکنارو په نسبت ډېره کمه خواري غواړي، کمو اوبو ته اړتیا لري خو ګټه یې ډېره ده.
۶۰ کلن حاجي ګل محمد د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی دی او خلک ورته "د زعفرانو بابا" يا "بابای زعفران" وايي.
نوموړی لومړنی کس دی چې کلونه مخکې یې د لومړي ځل لپاره زعفران وکرل او په دغه ولایت کې یې دغه کښت دود کړ.
دی اوس نه یوازې پر خپله ځمکه زعفران کري او حاصل ورڅخه ترلاسه کوي، بلکې نور کروندګر یې هم د زعفرانو کرلو ته هڅولي دي.
نوموړي تر دې مهاله د بېلابېلو ولسوالیو لسګونو کروندګرو ته د زعفرانو پياز ورکړی او هغوی ته یې د زعفرانو د کرلو لارې چارې ښودلې چې اوس هر یو له خپلو ځمکو غوره حاصلات ترلاسه کوي.
حاجي ګل محمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، خلک ځکه ده ته د زعفرانو بابا وايي چې په یوازې ځان یې د زعفرانو کرلو او رواجولو لپاره هومره کار کړی چې د کرنې ریاست او موسسو له خپلو ټولو امکاناتو سره نه دی کړی.
دی زیاتوي، په لومړیو کې یې پر خپلې ځمکه کوکنار کرل خو وروسته فکر ورته پیدا شو چې باید زعفران وکري.
د ده په خبره، تر دې مهاله یې یوازې د زعفرانو نوم اورېدلی و، خو نه پوهېده چې زعفران څنګه کرل کېږي.
ګل محمد وايي: ((په پاکستان کې مې ځیني دوستان وو، له هغوی مې غوښتنه وکړه چې د زعفرانو پياز را ولېږي او په ضمن کې مې له هغوی د زعفرانو د کرلو په اړه څه نا څه معلومات هم ترلاسه کړل، هغوی ۲۵ کیلوګرامه پياز را ولېږه او ما د لومړي ځل لپاره پر خپله ځمکه وکرل.))
دی وايي، د کورنۍ غړو او نور کلیوالو ورپورې ټوکې کولې چې ګواکې زعفران یې کرلي دي؛ ځکه هغوی له دغه کښت سره نااشنا وو.
د ده په خبره، د کورنۍ له غړو یې خپله ځمکه بېله کړه او هغوی ته یې وویل چې خیر دی، تاسې نور توکي وکرئ خو دى پر خپله پنځه جریبه ځمکه زعفران کري.
هغه زیاتوي، په لومړیو کې خلک له زعفرانو سره نا اشنا وو او ان یو کیلوګرام زعفران یې په ۸ زره کلدارې هم پلورلي، خو اوس چې په افغانستان کې دننه د زعفرانو کارول ډېر شوي، يو کیلوګرام له ۷۰ تر ۸۰ زره افغانیو پلوري.
زعفران بابا وايي، له خپلې هر جریب ځمکې له ۳ تر ۴ کیلوګرامه زعفران ترلاسه کوي چې د ده لپاره د ګټې وټې ښه وسیله ده.
د ده په خبره، له څه مودې تېرېدو وروسته چې خلکو د زعفرانو د کښت له ګټې خبر شول نو ده ته به راتلل، له ده یې د پياز او مشورې غوښتنه کوله.
نوموړی زیاتوي، تر دې مهاله یې د بېلابېلو ولسوالیو پر لسګونو کروندګرو د زعفرانو پياز پلورلی او هغوی ته یې د کرلو مشورې ورکړې دي.
د هغه په وينا، د زعفرانو کرل د کوکنارو په نسبت ډېره کمه خواري غواړي، کمو اوبو ته اړتیا لري خو ګټه یې ډېره ده، نو ځکه یې خلک اوس کرلو ته زړه ښه کوي.
حاجي ګل محمد زیاتوي، د هغه همدا هڅې وي چې بالاخره د کرنې ریاست او نورو هغو موسسو چې د کرنې په برخه کې کار کوي، ده ته پام ور واوښت او څو ځلې یې د زعفرانو د کرلو او حاصلاتو ټولو په برخه کې د روزنې لپاره هرات او نورو ولایتونو ته ولېږه.
د ده په خبره، له ډېرو کروندګرو سره یې شمېره شته او له ده د زعفرانو د کښت په اړه مشورې اخلي او په دې وروستیو کې یې د ایم سي موسسې له لارې یوازې د خاکرېز ولسوالۍ پر ۹۰ تنو کروندګرو د زعفرانو پيتاز وېشلی چې هر یوه ۴۵ کیلوګرامه پياز ترلاسه کړی دی.
ده وویل، د خاکرېز تر څنګ په ډنډ او دامان ولسوالیو کې هم زعفران کرل کېږي او ډېره ښه نتیجه یې ورکړې ده.
هغه وايي، د کندهار اقلیم د زعفرانو لپاره ډېر مناسب دی او ان اورېدلي یې دي چې د دغه ولایت زعفران د هرات ولایت تر زعفرانو هم ښه کیفیت لري.
خو دی شکایت کوي چې په کندهار کې د زعفرانو د سوداګرۍ (پېر او پلور) لپاره معلوم ادرس نشته، په کار ده لکه نور کرنیز محصولات چې بهر ته صادرېږي، زعفرانو ته هم باید په کور دننه او بهر ښه مارکېټ پیدا شي او په ښه بیه وپلورل شي.
دی وايي، اوسمهال زعفران په ګرامونو په بوتلونو کې ځای پر ځای کوي او بیا یې په عام مارکېټ کې پلوري.
دغه راز دی له کرنې ریاست څخه هم غوښتنه کوي لکه د نورو کرنیزو محصولاتو د ودې او ترویج په برخه کې چې مرستې کوي، په دې برخه کې هم مرستې وکړي څو کندهار د زعفرانو پر یوه لوی تولېدوونکي ولایت بدل شي.
د کندهار د کرنې رییس هم وايي چې حاجي ګل محمد د دغه ولایت لومړنی کروندګر و چې زعفران یې کرلي او د دغه بوټي په ترویج کې یې هم ډېر کار کړی، نو ځکه د خلکو ترمنځ یې د زعفرانو د بابا په نوم شهرت موندلی دی.
نوموړي پژواک ته وویل، د کرنې ریاست د نورو موسسو په مرسته په کندهار کې د زعفرانو د ودې او ترویج په موخه ډېر کار کوي او همدا تېر کال یې پر کروندګرو ۲۰ ټنه د زعفرانو پياز وېشلی او په سلګونو جریبه د زعفرانو او نورو بوټو نمایشي قطعې جوړې کړي دي.
دی وايي، له ښه مرغه په کندهار کې پر هر ۲۰ کیلومتره کې اقلیم بدلېږي چې یو اقلیم د یوه نبات د کرلو او بل اقلیم د بل نبات د کرلو لپاره مناسب وي.
د ده په خبره، کندهار د زعفرانو لپاره مناسب اقلیم لري او ښه حاصل ورکوي، ځکه دغه بوټی کمو اوبو ته اړتیا لري او له هره اړخه د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي.
زعفران د اقتصادي ارزښت له مخې په نړۍ کې د لوړې بیې لرونکو کرنیزو محصولاتو له ډلې شمېرل کېږی.
اوسهمال په نړیوالو بازارونو کې د یو کیلو ګرام زعفرانو بیه له ۴ او ۱۲ زره ډالرو تر منځ ده.
په لرغوني او اوسني وخت کې له زعفرانو د خوړو او مشروباتو د خوند، رنګ او بوی په ښه کولو او همدارنګه د ماشومانو لپاره د خوراکي توکو په جوړولو کې کارول کېږي.
د زعفرانو په اړه څېړنې ښيي چې مختلفو ویټامینونه او د بدن د اړتیا وړ بېلابېل عناصر، منرالونه او شحمي مواد لري، د زعفرانو په کارولو د عصبي، هضمي او تنفسي سیستمونو بېلابېلې ناروغۍ لکه د اعصابو ضعف، خستګي، درد، بې خوبي، کم خوراکي، تنفسي بې نظمي او نور له منځي ځي.
همدارنګه د پښتورګو او مثانې تېږو، د سرخکانو، تبې، ژيړي، د زړه لويوالي، د توري لويوالي، شکر او پوستکي ژیړ زخم، د سترګو خارښت، د کلمو درد او همداډول خوني اسهالاتو، عضلاتي دردونو او د سرطان ناروغیو لپاره په درملنه کې مهم رول لري.
د یادونې ده، کندهار ۲۰۰زره هکتاره کرنیزه ځمکه لري چې پر ۸۰ زره یې غله جات کرل کېږي او پر ۴۰ زره هکتاره ځمکه یې بېلابېل باغونه جوړ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










