کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د پاکستان پوليسو وروسته له هغه پخوانى ولسمشر او د پيپل ګوند مشر اصف علي زرداري نيولی چې د فساد په يوه قضيه کې محکمې د هغه د ضمانت غوښتنه رد کړه.
د پاکستان د ملي احتساب ادارې (نېب) له خوا پر اصف زرداري د جعلي بانکي اکاونټونو جوړولو په اړه د احتساب په ځانګړې محکمه کې يوه دوسيه جوړه کړې ده.
خو اصف زرداري له تېرو څو مياشتو راهيسې تر نيول کېدو مخکې له محکمې د ضمانت پر اخيستلو بريالى شوى و.
خو پرون د اسلام اباد د استيناف محکمې يو ځل بيا د اصف زرداري د ضمانت غوښتنه رد کړه او پوليسو ته يې اجازه ورکړه چې هغه ونيسي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د محکمې له پرېکړې وروسته ګڼ شمېر پوليس او نور امنيتي ځواکونه په اسلام اباد کې د اصف زرداري کور محاصره کړ او له څو ساعتونو ناندريو وروسته زرداري ځان پوليسو ته تسليم کړ.
هغه اوسمهال د پاکستان د پارلمان غړى هم دى او که د پارلمان رييس وغواړي، نو زرداري د پارلمان په غونډو کې ګډون کولى شي.
د يادونې ده، په پاکستان کې د عمران خان د حکومت له جوړېدو سره سم د اپوزېسيون ګوندونو پر مشرانو او غړو د فساد بېلابېلې دوسيې جوړې شوې دي؛ له دې مخکې پخوانى لومړى وزير نوازشريف هم د فساد په يوه دوسيه کې پر اوو کلونو بند محکوم او په زندان کې اچول شوى دى.
login or register a new account.