کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۸): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په لومړي ځل د غوراوي کمېټې مسوول په توګه یو بهرنی وګړی او څلور کسان د کرکټ بورډ د نوو غړو په توګه معرفي کړل.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دې ادارې د نیوزیلنډ هېواد وګړی اندي مولز د کرکټ بورډ دغوراوي کمېټې مسوول او د ملي ټیم پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ د دې کمېټې د غړي په توګه وټاکل.
نوموړي زیاته کړه چې یاد دوه کسان د کرکټ الف ډلې او ملي ټیم د لوبغاړو ټاکنې مسوولیت پر غاړه لري.
فضلي وویل چې په غوراوي کمېټه کې د بهرني وګړي شتون به د لوبغاړو غواروي په تړاو شته اندېښنې لرې کړي او لوبغاړي به ملي ټیم او الف ډلې ته د وړتیا له مخې وټاکل شي.
د کرکټ بورډ مشر وړاندې وویل چې په دې وروستیو کې د کرکټ بورډ څلور پخوانیو غړو پر ځای نوې څېرې ولسشمرۍ ته معرفي شوې چې ولسمشر د هېواد کرکټ بورډ نوو غړو په توګه څلور کسان منظور کړي دي.
د هغه په خبره، حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمي، سید منظور سادات نادري او احمدشاه سنګدل د هېواد کرکټ بورډ پخواني غړي وو چې د هغوی پر ځای د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ، په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشرسلاکار ضیاالحق امرخېل، د ښار جوړونې وزارت سرپرست احمد جواد پیکار او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل ټاکل شوي دي.
د افضلي د معلوماتو له مخې، دولت احمدزی د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي ټیم سر روزونکي، نظیم جار عبدالرحیمزی د رسنیو مسوول او شاهد الکوزی د ای پي اېل APL لوبو ترسره کولو کمېټې مسوول په توګه ټاکل شوي دي.
نوموړي دغه راز وویل چې د کرکټ بورډ اجرايي مشر پر ټاکلو کار روان دی او د کرکت نړیوالو لوبو له پای ته رسېدو وروسته به یو تن دغه پوست ته هم غوره شي.
د ۱۹کلنو لوبغاړو ټیم سر روزونکي او د غوراوي کمېټې پخواني غړي دولت احمدزي له نړیوالو لوبو څخه د شهزاد محمدي د ګوښتوب په اړه پژواک ته وویل چې دې ادارې په نړیوال جام کې له ملي ټیم څخه د شهزاد محمدي حذف پرېکړه د طبي اسنادو پربنسټ او له ICC سره په مشوره ترسره شوې ده.
هغه زیاته کړه: ((شهزاد د ملي ډلې غړی دی، په پښه کې د ټپ له امله د نړیوالو لوبو له ډلې اېستل شوی دی.))
خو شهزاد محمدي تر دې وړاندې ویلي چې له بشپړې روغتیا برخمن دی او کولی شي د کرکټ په هر راز لوبه کې ګډون وکړي.
احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې په تېرو درې لوبو کې، ځیني تخنیکي ستونزې وې خو د لوبغاړو ترمنځ هېڅ راز قومي مسایل او اختلافات شتون نه لري او کرکټ بورډ ټول موارد له نږدې څاري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










