ژبه

د غوره ورزشکارانو ټاکلو لپاره د ځغاستې او نښې ويشتلو سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۲غبرګولی ۹۸): د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو سلمې کالیزې په وياړ د ځوانانو ترمنځ د ځغاستې او نښې ويشتلو سيالۍ او د اسیايی مسابقو په موخه د غوره ورزشکارانو ټاکنه نن په کابل کې پیل شوه.

د غازي امان الله خان په مشرۍ افغانانو له ډېرو سرښندنو وروسته د ۱۲۹۸ لمريز کال د زمري په ۲۸ نېټه وکولی شول له انګلیس نه خپله ازادي واخلي.

ورزشکارانو د نن ورځې په سیالیو کې په لیزري ټوپک پنځه ځله په ځانګړې شوې نښې ډزونه وکړل او وروسته تر هغې يې د ۲۰۰ مترو واټن وځغاستل.

د افغانستان د پنځو ګونو ورزشونو د فدراسیون مشر خوشحال سروري، پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې ده چې د نښې ویشتلو او ځغاستې سیالي په درې کټګوريو (کوچنیانو، نوي ځوانانو او ځوانانو) کې نن په کابل کې او په راتلونکو ورځو کې د هرات، ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې ترسره شي.

هغه وویل چې وروسته تر دې ټاکنو د ولایتونو په کچه له هر ولایت نه درې غوره شوي ورزشکاران په خپل منځ کې سیالي کوي او او د هغوى له منځه له هرې کټکورۍ څخه درې غوره ورشکاران د ځغاستې او نښې ویشتلو اسیايي سیالیو په موخه ټاکل کبږي.

 ده وویل، په دې سیالیو کې چې نن په کابل کې ترسره شوې، د کابل ولایت ټولټال ۵۰ کسه ورزشکارانو ګډون کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، په دې سیالیو کې په کوچنیانو کې عبدالمصور رحیمی، په نويو ځوانانو کې جمشېد او په ځوانانو کې علي سینا لومړی مقام وګاټه.

عبدالمصور رحیمی چې په کوچنیانو کې يې لومړی مقام ګټلی، د خوښي په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل: «د هیواد ځینې ځوانان مخدره موادو ته مخه کوي، که داسې ورزشی پروګرامونه ځوانانو ته په پام کې ونیول شي، ځوان نسل به مو هیڅکله په مخدره موادو روږدی نه شي.»

login or register a new account.