منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند د مرکز په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې روغتیايي خدمات معیاري شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ غبرګولی ۹۸): د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، جګړو او ناامنیو ولایتي روغتون ته د لرې ولسوالیو د اوسېدونکو لاسرسی کم کړی، خو هڅه یې کړې په هماغو ولسوالیو کې ورته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تر دې مخکې د هلمند د لرې ولسوالیو اوسېدونکو د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د لښکرګاه روغتونونو ته مراجعه کوله، خو اوس په خپلو ولسوالیو کې شته روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

په هلمند کې د وروستیو جګړو، ناامنیو او د لارې په اوږدو کې د ماینونو له امله د لرې ولسوالیو ناروغان د پخوا په څېر په مرکز لښکرګاه کې بست ولایتي روغتون ته لاسرسی نه لري چې چارواکي یې په بدل کې په هماغو ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو د ښه کولو خبر ورکوي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالاحد حازم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې يې په لرې ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو کار کړی دی.

هغه زیاته کړه، که څه هم په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې جګړې او د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي، خو توانېدلي چې د نورو برخو تر څنګ د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی راولي.

د ده په خبره، د ډاکټرانو او ښځینه قابلو په مټ یې د لرې ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې خدمات معیاري کړي دي.

نوموړی وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په لرې ولسوالیو کې د کلینيکونو پر معیاري کېدو کار کړی او د همدغو ولسوالیو اوسېدونکي کولای شي خپل ناروغان د خپلو سیمو نږدې روغتیايي مرکزونو ته ورولي.

ګل بي بي چې د بست ولایتي روغتون په نسايي ولادي څانګه کې کار کوي وايي، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د قابلو شمېر ډېر شوی دی.

هغه زیاتوي، په دې توګه په دغه ولایت کې د زېږون په برخه کې هغه ستونزې هوارې شوي چې پخوا خلک ورسره مخ وو.

نوموړې د بست روغتون یادونه هم کوي چې د پخوا په پرتله په کې ډاکټران او خدمات معیاري شوي او تر ډېره ورسره د ناروغانو ستونزې هوارې شوې دي.

ګل محمد د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې خپله ناروغه مېرمن يې د ولادت لپاره بست روغتون ته راوستلې ده.

نوموړي هم پژواک ته وویل چې د دغه روغتون خدمات د پخوا په پرتله ښه شوي دي.

د ده په خبره، له کومې ستونزې پرته یې د ناروغې ښه درملنه شوې او دی د دغه روغتون له خدماتو خوښ دی.

د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په لرو ولسوالیو کې یې هڅه کړې ده چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي او هغوی اړباسي چې د ولادت پر مهال خپلې مېرمنې نږدې روغتیايي مرکزونو ته ورولي.

خو روغتیاپالان وايي، په دې برخه کې لا هم ستونزې شته او ډېرې کورنۍ نه غواړي خپلې مېرمنې د ولایت لپاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا