ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: تخار او غزني کې ١٦ وسله وال طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي

چارواکي: تخار او غزني کې ١٦ وسله وال طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
15 Jun 2019 - 16:28
چارواکي: تخار او غزني کې ١٦ وسله وال طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
15 Jun 2019 - 16:28

تالقان (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٨): په تخار او غزني ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٦ وسله وال طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غبرګولي په ٢٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د بهارک او اشکمش ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

ده وويل چې په دغو جګړو کې تر اوسه نهه طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او ١١ طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((د فيسبوک ځينې کارکوونکي د طالبانو په ګټه تبليغ کوي، نورمال حالت خلکو ته غير نورمال ښيي چې دا ښه کار نه دى.))

دغه راز د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکي احمد نعيم پژواک ته وويل چې له درېيو ورځو راهيسې په ناقل کلي کې جګړه روانه ده او طالبان کوښښ کوي چې د ولسوالۍ مرکز ونيسي.

ده وويل: ((د ولسوالۍ ډېره برخه نا امنه ده، حکومت بايد د خلکو پر حال رحم وکړي او د طالبانو پر ضد پراخ عمليات ترسره کړي.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې نن سهار طالبانو د بهارک ولسوالۍ په حاجي ابراهيم سيمه کې د امنيتي ځواکونو بريد پر شا تمبولى د‌ى.

دى وايي چې د طالبانو له لوري اوس هم د ولسوالۍ پر مرکز او امنيې قوماندانۍ بريدونه روان دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

په دې اړه د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتېژيکو اړيکو او عامه چارو امر تورن ايمل خان پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د غزني په منګور سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز بريد کړى د‌ى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې، مهمات او يو عراده فولډر موټر يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.