منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان او انګلیستان لوبه د ولسمشر غني او برېتانوي چارواکو په حضور کې پیل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د نړيوال جام سياليو په لړ د افغانستان او انګليستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه په داسې حال کې پيل شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني او د برېتانيا هېواد ځيني چارواکي يې هم نندارې ته ناست دي.

دغه سيالي د نړۍ د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د غبرګولي په نهمه په انګليستان کې پيل شوې دي.

د دغو سياليو په لړ کې نن افغانستان او انګلستان لوبدلې د انګليستان په مانچستر ښار کې لوبه کوي.

د دې لوبې نندارې ته ولسمشر محمد اشرف غني او د انګليستان هېواد يو شمېر چارواکي هم ناست دي.

د لوبې له پيله مخکې ولسمشر غني له لوبغاړو سره لیدنه هم وکړه.

د يادونې ده، افغانستان د نړيوال جام سياليو په لړ کې تر دې مخکې څلور لوبې کړې او په ټولو کې یې ماتې منلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې