منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۵ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“غزني کې د طالبانو د مطبوعاتي مسوول په ګډون نهه کسان نیول شوي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

 

غزني ښار- تالقان (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په غزني او تخار ولايتونو کې د وسله طالبانو د مطبوعاتي مسوول په ګډون نهه طالبان نيول شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د غزني ښار اړوند په اسفندې سيمه کې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو مطبوعاتي مسوول عبدالجلال نيولى دى.

دى وايي چې له نيول شوي درې کمپيوټرونه، مخابرې، تومانچې او يو شمېر نور اسناد هم ترلاسه شوي دي.

د والي وياند زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته نيول شوي کس عبدالجلال پژواک ته وويل چې په غزني کې د طالبانو له لوري مطبوعاتي مسوول ټاکل شوى و.

هغه وايي چې د غزني په اړه به يې بېلابېل معلومات د طالبانو له مشرانو سره وخت په وخت شريکول.

خو بل لور ته طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې د طالبانو مطبوعاتي استازى نه دى نيول شوى.

ده زياته کړه: ((زموږ مطبوعاتي مسوول اوس هم له موږ سره په تماس کې دى، هغه يې يو عادي کس نيولى دى.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په تخار ولايت کې هم اته طالبان نيول شوي دي.

په دې اړه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوو اتو کسانو د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محسن تر مشرۍ لاندې دنده ترلاسه کوله.

د سرچينې په حواله په نيول شوو کسانو کې ربي الله مشهور په قاري زبير، قاري نعمت الله، قاري عصمت الله، قاري برکت الله، سيد عزيز، شيخ عتيق الله، بالته باى او شفيق الله شامل دي.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه