کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): په اروزګان ولايت کې د پوليو يا ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده چې دا په روان کال کې درېيمه پېښه ده چې ثبتېږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې دا پېښه د اروزګان په مرکز ترینکوت ښار کې ثبت شوې چې له بده مرغه دوه نیم کلن هلک ماشوم د تل لپاره فلج شو.
د دغه وزارت له خوا د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ترينکوټ د مهراباد سیمه د ۲۰۱۸ کال له مې میاشتې راهيسې د امنیتي ستونزو او د دولت وسله والو مخالفینو د ممانعت له امله د پولیو د واکسین کمپاینونو پلي کولو لپاره د لاسرسي وړ نه ده او د دغه وضعیت دوام به پر پولیو ناروغۍ د نورو ماشومانو اخته کېدو لامل شي.
د عامې روغتيا وزارت ويلي، د روان زېږدیز کال له پيله تر دې دمه په هېواد کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۳ یې له اروزګانه، ۳ له هلمنده، ۲ له کندهاره او یوه هم له کونړه راپور شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پولیو پروګرام یو بې طرفه پروګرام دی چې موخه یې یوازې د دې دایمې فلج کوونکي ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو خوندي کول او د دې ناروغۍ له منځه وړل دي.
دغه وزارت له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د پولیو ضد کمپاینونو پر مهال همکاري وکړي څو ټول ماشومان د پولیو واکسین په اخیستلو سره له دې ناروغۍ وژغورل شي.
د اروزګان د عامې روغتيا رياست د واکسين څانګې مسوول حاجي سيف الدين پژواک ته وويل چې د ترينکوټ د مهراباد سيمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او په کې ډېرى کمپاينونه نه دي پلي شوي.
هغه زياته کړه چې دغه ماشوم يو ځل واکسين شوى هم و، خو په وروستيو کمپاينونو کې ورته واکسين نه و رسېدلى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










