منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې د ګوزڼ بله نوې پېښه ثبت شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): د اروزګان روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د اروزګان په عامي روغتیا ریاست کې د واکسین برخې مسوول ډاکتر سيف الدين بارک د چنګاښ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ګوزڼ وهلې نجلۍ سلما نومېږي، دوه کلنه ده او د مرکز ترینکوټ اړوند د مهراباد سيمې اوسېدونکې ده.

دا په تېرو څلورو ورځو کې د ګوزڼ دويمه مثبته پېښه ده چې د مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې ثبتېږي.

بارک وايي، دغه سیمه چې په کې تازه د ګوزڼ پېښه ثبت شوې، له تېرو دو کلونو راهیسې د جګړې لومړۍ کرښه ده او هلته د واکسین کمپاین نه دى پلی شوى.

د واکسین د تطبیق دغه مسوول وایي، دوی د مرکز او ولسوالیو په ګډون د ګوزڼ د ۲۸ مشکوکو پېښو راپور هم ثبت کړى چې د کره والي لپاره یې مسوولو ادارو ته لېږلی دی.

بارک وایي، طالبانو جومات په جومات د ياد واکسین د تطبیق پرېکړه کړې، خو د عامې روغتیا وزارت د پاليسۍ خلاف ده او له مخې یې د واکسین پلي کول ناشونى دى.

مسوولین اندېښنه څرګندوني، که د پولیو واکسین تطبیق ته اجاز ورنه کول شي، نو مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

دا په اروزګان کې روان زېږدیز کال د ګوزڼ شپږمه مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.

یادې پېښې درې د یاد ولایت په چارچینو ولسوالۍ او درې نورې په مرکز ترینکوټ کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا