منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

په چین کې د افغان سولې په اړه د سترې نړیوالې غونډې جوړېدو هڅې روانې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

 

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): هڅه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې د امریکا، اروپا، روسیې، هند او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو په ګډون د افغان سولې په تړاو په چین کې یوه غونډه ترسره شي.

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ډول ناستې د جوړېدو په طرحه کار روان دی خو تر اوسه یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.

یوې بلې سرچینې هم د یادې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، ښايي تر راتلونکو څو اوونیو پورې ترسره او د افغان سولې په اړه به په کې خبرې وشي.

د نړیوالو اړیکو استاد ذبېح الله فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ناسته د جوړښت له نظره مناسبه ده.

د ده په خبره، هر کله چې د افغان دولت با صلاحیه استازي په دې ناسته کې د ګډون فرصت پیدا کړي هیله مندي ډېرېږي.

هغه زیاته کړه امریکا او افغان دولت د اوربند غوښتنه کوي او دغه راز هند او اروپايان له یادې غوښتنې سره موافق دي.

د فرهنګ په خبره، روسیه هڅه کوي چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې ډله معرفي کړي او د دې ډلې پر مخکنيو کړنو سترګې پټې کړي، خو د نړیوالو ځواکونو د وتلو په برخه کې له هغه څه سره چې طالبان او پاکستان یې غواړي، مواقفه لري.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې چین خپل بهرنی سیاست مبهموي؛ هم د بهرنیو سرتېرو د وتلو بحث د سیمې امنیت ته ګواښ ګڼي او هم د طالبانو پر ضد مشخص دریځ نه نیسي.

استاد فرهنګ زیاته کړه: ((نو ځکه به یاده ناسته د دوو مختلفو لیدلورو ترمنځ غیر متجانسه فضا جوړه کړي چې نه به اوربند وشي او نه به بهرني سرتېري له افغانستانه د وتلو لپاره ځانګړی مهال وېش وټاکي.))

د چین ناسته داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو اووم پړاو پیل شي.

دغه راز تېره ورځ یو شمېر افغان سیاستوال لکه د حزب اسلامي مشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه رییس عطامحمد نور، د سولې د عالي شورا او وحدت اسلامي ګوند رییس محمد کریم خلیلي، د افغانستان د نوین ملي جبهې رییس انورالحق احدي، د محاذ ګوند رییس حامد ګیلاني، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند رییس محمد محقق، د ولسمشرۍ ټاکنو درې نوماندان (عبدالطیف پدرام، محمد حنیف اتمر، او احمد ولي مسعود) د پاکستان د لاهور ښار د سولې په یوه ناسته کې ګډون کړی او یاده ناسته نن هم دوام لري. په دې ناسته کې د طالبانو استازي ګډون نه لري.

له دې مخکې هم په مسکو کې د سولې خبرو دوې ناستې ترسره شوې دي. په دې ناستو کې پر یو شمېر افغان سیاستوالو سربېره طالب استازو هم ګډون درلود او د سولې په اړه یې خبرې وکړې.

په دې ناستو کې د سولې لپاره پر هڅو د ټینګار تر څنګ د سولې په اړه خبرې وکړې خو کومه هوکړه په کې نه ده شوې.

دغه راز افغان حکومت د روان کال د غويي په میاشت کې د ۲۳۰۰ کسانو په ګډون په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړه چې د یوه پرېکړه لیک په خپرولو پای ته ورسېده.

«بېړنی اوربند، د جمهوري نظام ساتل، د اساسي قانون ساتل او د اړتیا پر مهال د اساسي قانون تعدیل، د ښځو د حقونو ساتل، د امنیتي سرتېرو ساتل او تقویه، د هېواد په داخل کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال وېش جوړېدل او د سولې بهیر د پرمخ وړلو لپاره د ملي اجماع جوړېدل» د جرګې د پرېکړه لیک عمده موارد وو.