منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ګلبدين : له بنګله دېش سره به لوبه بل ډول وي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان د کرکټ‌ ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدين نايب وايي‌ چې د لوبغاړو لوبې ښې شوې او هيله لري چې لوبډله يې له بنګله دېش سره سبانۍ لوبه کې ښه ولوبيږي.

ټاکل شوې ده چې په انګلستان کې د کرکټ د نړيوالې شورا په روانو سياليو کې افغانستان سبا خپله اوومه لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړي.

د افغانستان او بنګله دېش لوبـډلمشرانو او روزونکو نن د سبانۍ لوبې په اړه په يوه خبري غونډه کې له خبريالانو سره خبرې وکړې.

ګلبدين نايب وويل چې لوبـډله يې کمزورې نه ده او هيله يې څرګنده کړه چې له بنګله دېش سره ښه لوبه ترسره کړي.

هغه زياته کړه، کرکټ د ورځې لوبه ده او هر چا چې ښه لوبه وکړه،‌ هماغه يې ګټي.

د نوموړي په وينا، سره له دې چې بنګله دېش په اسيا کپ کې افغانستان ته ماتې ورکړې،‌خو سبانۍ لوبه به بل ډول وي.

نوموړي وويل، د نړيوال جام په لومړيو سياليو کې يې ښې لوبې ونه کړې خو هيله يې وښوده چې  را روانې لوبې متفاوتې وي.

نايب وايي، بنګله دېش له افغانستان څخه وېره لري.

خو د بنګله دېش د کرکټ‌ د ملي لوبډلې روزونګي‌ رودز سټيف په دغه خبري کنفرانس کې وويل، چې لوبډله يې له افغاسنتان څخه نه ډارېږي.

هغه زياته کړه، افغانستان د راشد خان،‌ محمد نبي او مجيب په څېر غښتلي ورو توپ اچوونکي لري،‌ خو د بنګله دېش لوبغاړي به يې ښه مقابله وکړي.

د نوموړي په وينا، لوبغاړي يې له افغانستان څخه وېره نه لري، خو درناوى ورته لري، افغانستان  د کرکټ‌ يوه ښه لوبډله لري او پرون يې له هند سره ښه لوبه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې