ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان اوسېدونکو د یوه کس د نیولو په غبرګون کې د پولیسو پوسته سوځولې

د پروان اوسېدونکو د یوه کس د نیولو په غبرګون کې د پولیسو پوسته سوځولې

author avatar
24 Jun 2019 - 16:28
د پروان اوسېدونکو د یوه کس د نیولو په غبرګون کې د پولیسو پوسته سوځولې
author avatar
24 Jun 2019 - 16:28

 

چاريکار (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): د پروان اوسېدونکو د یوه دیني عالم د نیولو په غبرګون کې چې حکومت له وسله والو طالبانو سره پر همکارۍ تورنوي، د پولیسو یوه پوسته سوځولې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط دغه دیني عالم له وسله والو طالبانو سره په همکارۍ تورنوي وویل، کرده معلومات موجود دي چې ملا عبدالصبور په بګرام او ګجرخېلو کې د طالبانو مهم کس دی.

سرچینې زیاته کړه، تېره ورځ ناوخته امنیتي سرتېري د عبدالصبور د نیولو لپاره ګجرخېلو ته ولاړل خو د دغه کلي د اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شول خو یاد کس یې ونیوه.

د سرچینې په خبره، له دې پېښې وروسته له زرو ډېرو کسانو چې ځینو یې وسلې هم لرلې، څو ځایه لاره بنده کړه او د ګجرخېلو په سیمه کې یې د امنیتي پولیسو یوه پوسته له یوه کرولا موټر او یو موټر سایکل سره یو ځای وسوځوله.

سرچینې زیاته کړه، موټر او موټرسایکل د همدې پوستې د منسوبینو وو او لاریون کوونکي د شپې تر لسو بجو په سیمه کې موجود وو.

د پروان د ولایتي شورا منشي او د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ د دهن میدان اوسېدونکي شمس الحق شیخاني وویل، مولوي عبدالصبور د دې ولسوالۍ په ګجرخېل سیمه کې د یوې دینې مدرسې مدیر و.

نوموړي زیاته کړه، عبدالصبور یو دیني عالم او ښه انسان دی او له هغه څخه یې کوم بد عمل نه دی لیدلی.

خو د ده په خبره، ښايي حکومت اسناد پیدا کړي وي چې له مخې یې یاد دیني عالم نیولی دی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ګجرخېلو له اوسېدونکو سره خبرې وکړي خو اړیکه یې ورسره ټینګه نه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.