کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د فوټسال لوبډله له ۲۰ کلنو دکم عمر لرونکو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې د دویم مقام تر ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه او په کابل هوايي ډګر کې یې تود هرکلی وشو.
افغانستان د یادو سیالیو په پای لوبه له جاپان څخه درې د یوه په مقابل کې ماتې وخوړه او د ۲۰۱۹ کال د اسیا جام نایب قهرمان شو. دغه سیالۍ د ایران په تبریز ښار کې ترسره شوې.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له ۲۰ کلنو د کم عمر لرونکو لوبغاړو د فوټسال لوبډله د اسیايي جام سیالیو دویم مقام ګټي.
د یادې لوبډلې یوه لوبغاړي سلیمان سلیمي د کابل په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر خوښ دی چې د افغانستان د فوټسال لوبډله د اسیا اتلولۍ جام په سیالیو کې دویم مقام ته ورسېده.
هغه زیاته کړه: ((موږ د فوټسال په یادو سیالیو کې قوي هېوادونو لکه ټایلنډ، اندونیزیا او ځینو نورو ته ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته ورسېدو. موږ هڅه وکړه چې په یادو سیالیو کې اتلولي تر لاسه کړو، خو چانس مو یاري ونه کړه. لوبه ګټل او بایلل لري.))
د افغانستان د فوټسال لوبډلې په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګونه کړي. د هېواد په پلازمېنه کابل کې د فوټسال ۲۵۰ سالونونه فعالیت کوي او ویل کېږي چې یاد شمېر سالونونو ته زرګونه کسان د فوټسال لوبو لپاره ورځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










