منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني ښار کې د هدفي وژنو په تور يو کس نيول شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۰ کتنې

غزني ښار(پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨): د غزني امنيه قوماندان وايي، پوليسو هغه کس نيولى چې تر اوسه يې څو تنه په بې غږه تومانچې وژلي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال خالد وردګ د چنګاښ په څلورمه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، دغه کس محمد جان نوميږي چې د غزني ښار د کلا سبز د صرافيو له مارکېټ څخه نيول شوى دى.

قوماندان وايي: ((له بې غږه تومانچې سره يوځاى مو نيولى د ډېرو کسانو په وژلو کې يې لاس درلوده.))

د وردګ په وينا، له ياد شوي کس څخه څېړنې رواني دي ترڅو نور ملګري يې هم ونيول شي.

خو خپله محمد جان پژواک ته وويل: ((زه د چا په وژلو کې لاس نه لرم، طالبانو راته دغه تومانچه راکړه چې په ښار کې يې يو بل چا ته تسليم کړم.))

د غزني پوليسو دغه کس ته د نورو خبرو کولو اجازه ور نه کړه.

دا په داسې حال کې ده  چې د تېرې يکشنبې په ورځ په غزني ښار کې د ژوند ټولنې مشر نقيب الله خاکسار او د ملي امنيت يو کارکوونکى په بې غږه تومانچو ووژل شول.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې هدفي وژنې ډېرې شوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه