Language

ناټو او پاکستان دافغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٨) : د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي د يوه پلاوي په مشرۍ پرون په بروکسل کې د ناټو سازمان مقر ته ورغلى و.

سرچينې زياته کړې،د ناټو سرمنشي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو سرمنشي په افغان سولې پروسه کې او له ناټو سره په نورو برخو کې د پاکستان د همکاريو ستاينه کړې ده.

هغه زياته کړې، ناټو او متحدين يې په افغانستان کې اوږود مهالې سولې او ثبات ته ژمن دي او د افغان ملي ځواکونو روزنې او پرمختګونو ته به ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي دغه راز د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خوښي وښوده.

سټولټنبرګ هيله څرګنده کړه چې د سولې لپاره به بين الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي او په دې برخه کې بايد د سيمې ټول هېوادونه خپل رول ادا کړي.

login or register a new account.

Related Topics