غزني (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګروال عبدالمبين محبتي د امنيتي وضعيت د ارزولو لپاره نن د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ ته سفر کړى و چې د ملي اردو د يوه منسوب له خوا چې د دښمن نفوذي شخص وو، تر بريد لاندې راغى او ووژل شو.
سرچينه زياتوي، په متقابلو ډزو کې نفوذي شخص هم ووژل شو.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني هم پژواک اژانس ته وويل چې د غزني د درېيمې لوا قوماندان مبين محبتي او يو شمېر بهرنيان نن قره باغ ولسوالۍ ته تللي وو چې يوه عسکر ورباندې ډزې کړې دي.
ده زياته کړه، په دې ډزو کې ياد شوى قوماندان وژل شوى او درې بهرنيان هم لګېدلي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ياد شوي قوماندان پر وژل کېدو خواشيني ښودلې ده.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دغه ناځوان مردانه برید د غندلو ترڅنګ وویل: "تروریستان په دغه ډول بزدله بریدونو سره د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د دې وطن د زړورو بچیانو چې شپه او ورځ سرښندنې کوي، ارادې او هوډ نه شي کمزوری کولای."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن