کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٨): د افغانستان د کرکټ نوى عمومي رييس وايي، هڅه به وکړي چې دا اداره له مالي پلوه پر ځان بسيا او کارونه يې په رڼه ډول پر مخ بوځي.
فرحان يوسفزی نن د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ښاغلي عزیزالله فضلي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر او د کرکټ بورډ د غړي په توګه پر دنده وګومارل شو.
په همدې تړاو د کرکټ بورډ د غړو له خوا نن په رابلل شوې خبري ناسته کې د فرحان د ګومارنې فرمان د چارو ادارې مرستیال او د کرکټ بورډ غړي فریدون الهام له لوري ولوستل شو.
په فرمان کې راغلي: ((د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې پر بنسټ، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر په توګه د عزیزالله فضلي پر ځای د فرحان یوسفزي ګومارنه منظوروم او د الله تعالی له درباره ورته د بریالیتوب غوښتنه کوم.))
په یاده خبري ناسته کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست وزیر او د کرکټ بورډ غړي جواد پیکار د پیل خبرې وکړې چې په وینا یې، د کرکټ بورډ غړو په دې وروستیو کې ډېر اصلاحات رامنځته کړي چې دغه اصلاحات د هېواد د ملي ګټو او غوره راتلونکي په موخه دي.
د افغانستان کرکټ بورډ نوي عمومي مشر فرحان یوسفزي له ولسمشره مننه وکړه چې نوموړی یې د یاد مقام لپاره وړ او مناسب شخص وباله چې سربېره پر دې یې د بورډ له ټولو غړو او د دې ادارې له پخواني مشر عزیزالله فضلي هم مننه وکړه.
یوسفزي زیاته کړه: ((ژمنه کوم چې د هېواد د کرکټ لپاره به لا ډېر کارونه کوو، اتلانو د هېواد بیرغ په هر ځای کې رپولی او دغه بریاوې به لا دوام مومي.))
هغه وويل، له مالي پلوه د ادارې پر خپل ځان بسیاینه ډېره اړینه ده او دا يې ارمان دی، اداره به غوره او شفافه پروسې ولري او په ګډه به سره کار کوي.
د يوسفزي په وينا، د شل اوریز نړیوال جام لوبې را روانې دي؛ هیله لري چې ډېرې بریاوې په کې خپلې کړي.
login or register a new account.