کابل (پژواک، ٥ زمری ۹۸): یو شمېر مدني فعالان او د کرکـټ څېړونکو د ولسمشر غني له خوا د کرکټ بورډ د نوي رييس ګومارنه سياسي او کمپایني بللې او په دې مهمه اداره کې د غير مسلکي کس ګومارل يې د کرکټ له برخې سره لوی خیانت وباله.
ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د فرحان يوسفزي په نوم يو کس د عزیزالله فضلي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر او د کرکی بورډ د غړي په توګه وټاکه.
يوسفزى تر اوسه په کرکټ کې په هېڅ دنده کار نه دى کړى خو ويل کېږي چې په امريکا کې يې ماسټري کړې او په تجارتي برخه کې ډېره تجربه لري.
د کرکټ يو شمېر فعالانو او "د تغییر او امید" ټولنې غړو د زمري په ٥مه په کابل ښار کې د کرکټ په اداره کې د وروستۍ ګومارنې په اړه اعتراضيه غونډه وکړه.
د يادې ټولنې غړي امام الدین اوریاخېل وویل چې د کرکټ نړيوالې شورا د قوانینو له مخې، هر هغه هېواد چې کرکټ بورډ یې له سیاسي مداخلو سره مخ وي، په پایله کې به یې کرکټ بورډ له بندیز سره مخ کېږي.
ده زیاته کړه: "اوس مهال کرکټ بورډ تر سیاسي فشار لاندې دی او وروستۍ ګومارنه سیاسي، کمپایني او غیر مسلکي ده."
اوریاخېل وویل، کرکټ ملي او د ملت د خوښي لوبه ده، په دې اداره کې ټاکڼې باید د ولس د غوښتنو پر اساس په مسلکې ډول وشي.
د يادې ټولنې بل غړي عبدالوکیل عشرتي وویل، د کرکټ غیر مسلکي ګومارنې د تنکیو ځوانانو لوبغاړو د پرمختګ لپاره خنډ جوړ شوى او په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو لوبېدل د ټولو افغانانو اساسي غوښتنه ده.
هغه زياته کړه، په نړیوال جام کې ملي لوبډله کې ګډوډي ليدل کېده، له ناهیلۍ ډک حالت د دولتي چارواکو د مداخلې پر اساس رامنځته شوی و.
نوموړي غوښتنه وکړه، هغه کسان چې د مشخصو موخو لپاره کرکټ بورډ له تباهۍ سره مخ کوي، له دندو دې ګوښه شي.
عشرتی وویل، د کرکټ معیاري کول او د نړۍ په کچه په دې برخه کې قوي ملي لوبډله رامنځته کول د ټولو افغانانو هيله ده، خو نوى ټاګل شوى ريیس د دې وړتیا نه لري.
ده زیاته کړه: "فرحان په تېرو ټاکنو کې له ولسمشر سره په کمپاین بوخت و او د ولسمشر دغه ګومارنه هم کمپایني ده."
login or register a new account.