کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٨): پاکستان اعلان کړى چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په بريد کې يې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
پاکستاني رسنيو د زمري په ٥مه د پوځ د عامه اړيکو دفتر په حواله خبر ورکړى چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د شمالي وزيرستان د ګرباز په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، د ډيورنډ فرضي پولې ته څېرمه وسله والو د پاکستان د پوځ د ګزمې پر سرتېرو ډزې کړې دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې په دغه بريد کې يې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.