ژبه

د افغانستان او بنګله دېش دکرکټ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ لوبې مساوي شوې

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨) : د افغانستان او بنګله دېش الف کرکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو لوبو لړۍ دوه په دوه مساوي پاى ورسېده.

د کرکټ الف لوبډله چې د يو شمېر سياليو لپاره بنګله دېش ته تللې وه، نن يې وروستۍ يوه ورځنۍ لوبه کې له بنګله دېش څخه ماتې وخوړه.

د بنګله دېش الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې يې ٢٦٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٦٣ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري کريم جنت ٣ او فضل نيازي دوه لوبغاړي وسوځول.

د هېواد د کرکټ الف لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله يې په ٢٠٠ منډو وسوځېدله ، دغه راز بنګله دېش دا لوبه د ٦٢ منډو په توپير سره وګټله او د پنځو لوبو لړۍ يې دوه په دوه برابر کړه.

تر دې مخکې دوه لوبې افغانستان او يوه لوبه بنګله دېش ګټلې وې او يوه لوبه د باران له امله بې پايلې اعلان شوې وه.

د يادونې ده چې د څلور ورځنيو دوو لوبو لړۍ افغانستان يو پر صفر  ګټلې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع