فراه (پژواک، ٨ زمری ٩٨): سیمه ییز مسوولین د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د درېیو وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي، د یو بل خبر له مخې، د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې هم درې وسله وال وژل شوي دي.
د فراه د ملي اردو د دویمې لوا ویاند حشمت احمدي وویل، تېر ماښام د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په پیو و پساو کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او موټر یې له منځه تللی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي فيروز په یاد هوايي برید کې د درېیو کسانو وژل کېدل مني خو وايي چې دغه کسان تر اوسه نه دي پېژندل شوي.
بلخوا د بادغیس د قادس ولسوالۍ سرپرست توریالي احمدي وویل چې تېر مازدیګر د دې ولسوالۍ په نخچرستان سیمه کې د دولت درې وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن